نشنل انټرسټ: د قطر تړون بې مانا و، جګړه يې کمه نه کړه

0 673

نشنل انټرسټ نشریې په خپل وروستي مطلب کې لیکلي، چې دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې او تړون تش په نوم او بې مانا و، ځکه په افغانستان کې يې د جګړې له کمېدو سره هېڅ راز مرسته ونه کړه.

نشریه کاږي، د دې تړون تر شاه د امریکا جمهور ریس خپل شخصي او اقتصادي اهداف درلودل، چې ځینو ته يې رسېدلی هم دی.

د سرچینې په خبره ټرمپ یوازې غواړي د افغان جګړې کلنی پنځوس میلیارده ډالر لګښت له خپلو اوږو لرې کړي او تر څنګ یې خپله هغه ژمنه پوره کړي چې ویل یې د امریکا ناپایه جګړې به پای ته رسوي.

سرچینه کاږي د دوحې هوکړې په لاسلیک جګړې نه دي کمې شوي، هره ورځ په افغانستان کې خونړۍ نښتې کېږي نو له همدې امله د طالبانو او امریکا هوکړه تش په نامه او دغه راز د ټرمپ لپاره د خټو پوزه وه، څو خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply