د نونسمی پیړۍ د طاعون وهلي ټولنه

سید عبیدالله نادر

0 656

د نونسمی پیړۍ د طاعون وهلي ټولنه  د مقایسی په پرتله د نن ورځي د کرو نا وهلي ټولني سره

نه پوهیږم چې تاسی به د البر کامورا د طاعون کتاب لوستلي وي؟

د کتاب په مینځ کې ، په یو ځای کې راغلي ،چې وايی د موږکانو زیاتوالی ډیر ګړندی شوی ،او د موږکانو د زیاتوالي سره ،د طاعون وبا هم په ډیر شدت سره خپریږي ، سره له دې چې طاعون د ښار د تسخیر په حال کې دی ، او طاعون وهلي یو د بله پسي له سا ایستنې غورزیږي ،   خو لا تر اوسه خلکو دا بیماری په جدی توګه نه ده نیولی ،یا داده چې خلک نه پوهیږي ، او یا هم په خپله نه غواړي چې دا جدی ونیسی ، هر څوک ځان ته په خپل طرز د فکر یوروایت او تحلیل ورته لری ، (پِدرپانلو ) د ښار کشیش (ملا) تر څو چې خپله د طاعون په بیماری نه وو اخته شوی ، نو دا بیماری یې د خلکو د ګناهونو ، او معصیتونو نتیچه بلله ، او د داکټر (ریو ) د طبی قوانینو په خلاف او نه پام نیولو سره ، د خلکو څخه غواړي چې ځانونه د دعا او عبادت په واسطه د دې بلا څخه وساتي ، ملا پانلو کله چې خپله د طاعون په بیماری اخته کیږي ، نو خپله  لمړی کس وو چې  د تداوۍ د پاره یې ډاکتر (ریو) ته مراجعه وکړه، او داکتر ریو یواځینۍ سړی دی چې د اوضاع او حالاتو د خرابوالي نه د دې بیماری له وجهی پوره معلومات لري ،او اندیښمند دی ،ځکه (ریو ) راتلونکی ښه ویني ،خو خلک په دې نه پوهیږي ،یو نابرابره تضاد په ټولنه کې شکل نیسي ،چې هغه د پو هیدو او نا پوهیدو تر مینځ دی ،هغه څوک چې پوهیږي ځوریږي ، او اندیښنه لری ، او هغه کسان چې نه پوهیږي له هر څه فارغه دي ، داکتر (ریو) خپل ځان هر خوا وهی ، ترڅو خلکو ته ووايي او خلک پوهه کړي ، چې یعنی که د طبابت د قوانینو او دستورو مراعات ونه کړی ،نو زمونږد ټولو راتلونکی به ډیر تیاره وي ،او د بلې خواه خلک د پخوا په پرتله لا زیات سینما ته ورځي ، او بی دلیله په کوڅو او لارو کې خواره کیږي ،او هره ورځ په ښار کې لوی لوی فیسیوالونه نیسي ، مسئولین چارواکي نا علاجه د قرنطین په حالت ورځي ،خو د بله خوا یو تعداد د قرنطین قوانینو ته پام نه ساتي،  او بی پامه وي ، (رامبر) خبریال چې د قرنطینی له وجهی نشی کولای چې خپله معشوقه چې ښار نه لیري ژوند کوي هغه ووینې ،نو د قرنطینې په ضد په یو مضمون کې لیکي او دا کار یوبی اثره شی ګڼي ، د نونسمی پیړی د طاعون وهلي ټولني مقایسه چې د ننی کرونا وهلی ټولني سره کوم ، ډیر په قوت سره دې نتیجی ته رسیږم ، چې مونږ د نونسمی پیړی ته ګرځیدلی یو ! او یا دا ده چې ډاکتر(ریوکامو) د خپل د زمانی سړی نه وو ، او یوه پیړۍ د مخه د خپل زمان څخه دی اوسیده ، او سوچ یې کاوه !!!

د طاعون د دې کیسی سره او کرونا د کیسي سره سړی په دې پوهیږي ، او دې نتیجی ته رسی ، چې یو ډیر اوږود واټن د پوهیدو او نه پوهیدو په مینځ کې وجود لري ، هر څومره چې د تاریخ ارابه څرخي او انسان مخ په وړاندی ځي ،د پوهیدو او نه پوهیدو تر مینځه واټنونه نور هم پیړ کیږي ، او کلکیږي ،

نو د خپلی زمانې د خلکو هوښیاری ، شعور ،او پوهه می لویه آرزو ده ،

د فارسی ادب څخه ژباړه ژباړن : سید عبیدالله نادر

د محمد درویش امیری د پاڼې څخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply