لويه څښتنه

ډاکتر ماخان میږی شینواری

0 610

خدایه (ج) ستا پیدا یو. ته پوهېږې، موږ نه پوهېږو. له تا خو د پوښتنې حق نه لرو، خو دا څو خبرې مې ، په زړه دي- ته راته بخښنه وکړه- چې کوم یې.

افغانان مسلمانان دي، حکومت مسلمان دۍ، داعش مسلمان دۍ، لشکر طیبه مسلمان دۍ، طالب مسلمان دۍ، مجاهد مسلمان دۍ، خلک او پرجم مسلمان دۍ، سوریه مسلمان دۍ، عراق هم مسلمان دۍ او همداسې په ټول ځایونو او افغانستان کې، دا وژونکی مسلمان دۍ، وژلکېدونکی مسلمان دۍ، غازي مسلمان دۍ، شهید مسلمان دۍ.

خدایه(ج) ته پوهېږې موږ نه پوهيږو.

سعودي مسلمان دۍ، ایران  مسلمان دۍ، همداسې قطر او دا نور او اندونیزیا مسلمان دۍ، پاکستان خو جوړ مسلمان دۍ.

وژونکی مسلمان دۍ او وژلکېدونکی مسلمان دۍ. هر یو مسلمان دۍ او د هر یوه مرګ هم مباح دۍ او یا پرې غازي کیږي او دا هر وژنکې  مسلمان دۍ او وژلکېدونکی.

 او که یا په څټ حکومت کافر دۍ، داعش کافر دي، طالب کافر دۍ، مجاهد کافر دۍ، خلقي او پرچمې کافر دۍ، دا ټول کافر دي، وژونکی کافر دۍ او وژلکېدونکی کافر دۍ.

خدایه (ج) لویه خدایه (ج) ته پوهېږې موږ خو ستا بنده ګان یو.

له موږه خو لار ورکه ده، دا څه ګډې وډې دي، په لمنځتون کې وژنې، په ښوونځې کې وژنې د سرک په غاړه او کورونو کې وژنې، دا طالب دۍ، دا حکومت ډۍ، دا مجاهد دۍ، دا داعش دۍ، دا طییبه دۍ دا مسلمانان دي.

لویه څښتنه ته پوهېږې موږ خو ستا بندګان یو، نه پوهېږو. په لمنځتون کې وژلکیږي، په ښوونځې وژلکیږي، په لار وژل کیږي.

لويه څښتنه ته پوهېږې، موږ خو ستا بنده ګان یو.

موږ د بل کافر او که مسلمان ؟ په وژنه کې جنت غواړو او یا د هغو سره ځانونه شهیدان کوو. دا هم د حورو او غلمانو په هیله دۍ او هغه  هم. دا هم د شرابو د ډکو ویالو په هیله او هغه هم.

 نو لویه څښتنه ته ښه پوهېږې، موږ خو ستا بندګا یو نه پوهېږو.

لويه څښتنه دا خو هم ستا پرېکړه ده او پوهېږې، چې کوم جنت ته ځي او کوم دوزخ ته. ته پوهېږې، چې دا حورې، غلمان او دا ماڼې به چاته ورکوې، کوم  شهید او غازي ته؟

 د پوښتنې حق خو نه لرو، که طالب وي، که داعش، که طیبه وي او مجاهد او که حکومت.

په دې ټولو کې خو راګیر دا بېوزله ولس دۍ، چې هغه به نو څوک یا څنګه وي، هغه خو یې په کومه ډله کې مسلمان نه دۍ، هغه یواځې مسلمان دۍ.  دوي یواځې وژل کیږي، نو د دې پوښتنې اجازه هم ځان ته نه ورکوم، چې هغه وژونکی به یې جنت ته ځي او که دا ولس، هغوي هم مسلمانان دي او دوي هم. لويه څښتنه ته پوهېږي، موږ خو ستا بندګان یو نه پوهېږو، خو دا اخره پوښتنه مې زړه کې ګرځي، چې په چا مو

ځانوژلی وی، چې شهید شوي وی او یا مو څوک وژلی وی، چې غازي شوي وی؟

  موږ به نو څنګه دې حورو، غلمانو او دې ماڼیو ته ځانونه ورسولی شو؟

خدایه ته پوهېږې او موږ خو ستا بندګان یو، نه پوهېږو.

له موږه نوره لار ورکه ده.

لويه څښتنه دا مې د افغان ولس ته یوه خبره ده، چې زه خو د شهادت څخه تښتېدلی یم او د غازېکیدو توان هم نه لرم، خو دا تل وایم، چې یواځې په دې غمیزه ژړلی شم او بس.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply