د ،،واحد،، لاندې موږ څه پوهیږو؟

  ډاکتر ماخان میږی شینواری

0 724

       موږ په دا دومره مهال کې  واحد د کچونو لویو یعنې متر، کیلوګرام او نورو ته  وایو، چې دا ناسم دۍ او تل ناسم وو، خو یا مو ورته فکر نه دۍ شوی او یا مو د سمون په باوریوالي باندې ځانونه نشو پوهولی. زما هم له هغه وخته ورته پام شوی، چې په لیکنواو ژباړو مې پیل  وکړ، چې له دې امله مې په خپلو لیکنو دې لویو ته واحد نه دۍ ویلی. دا پیداېښتي ده، چې په نورو وتلو ژبو کې دا هر څه سم او  روښانه  بلل شوي، چې په پښتو انډول یې باید ولیکل شي، خو دا هم په خپله ژبه د باور کمی او هم په ځانونو دباور کمی دۍ، چې د سمون زړورتیا مو تر اوسه نه ده کړې.

له مخه یو څو یادونې:

لومړی: زما وړاندیز: که څوک غواړي یو پو هنیز څه ولیکي، چې ټولنې ته یې  وړاندې کړي، باید  په اول کې دا د یوې وتلې دباندنۍ ژبې راونیسي. په پوره خواشنۍ باید ووایم، چې موږ لا تراوسه پوهنیز څه په خپله ژبه کې نه لرو یا پوره نه لرو او دا مو له دې امله ناسمونونو سره مخامخ  کوي. که دا کومه لیکنه له دباندنۍ وتلې لکه انګرېزي ژبې څخه راوژباړو، نو د انګریزي  یونیټ په ځای به واحد ونه لیکو، نو له دې امله – که غواړۍ ښه او سم څه ولیکۍ، نو یوه وتلې ژبه ښه د پوره توان سره زده کړۍ او پوهنیزې لیکنې ترې راوژباړۍ. موږ د ټولو پیداېښتي ویونو له پاره په خپلو ژبو دپیداېښت سره سم په پښتو انډول لرو

 

دویم:  موږ که یو څه خبرو ته رااچوو، نو پیژند یې باید راوړل شي، ښه  روښانه، ټولپوهوړ او ټولپوهیز.

زیاته شننه د سړي څخه لار ورکوي، لنډ او بې له کومو زیاتونو باید هغه موخه ورکړل شي .

دریم: که د بل چا لیکنو په ناسمون خبرې کوو، نو هغه لیکنه باید راوړو او بیا یې په خپل اند هغه سمون ورته وړاندې کړو.

داسې باید نه وي چې:  د هغه څه مې ولوستل ښه نه وو، یا ترې سمه ګټه نه اخستل کېده. دا باید و ښوول شي، چې د هغه لیکنه کې کوم ناسمونونه وو او دا څنګه سمېدلی شي. د دې له پاره باید ښه روښانه، سم اندیز او پوهوړ  دلایل راوړل شي.

څلورم: په لیکنه کې بې له اړیینو څه باید سملاسې خپلې لیکنې باندې پیل وکړو

اوس راځم خپلې موخې یعنې ،، واحد،،  ته.

زه چې زموږ د لیکوالانو اندونه او د واحد پیژند د دوي په اند د دوي په لیکنو کې ګورم،  ورته خواشینی شم، چې له دې امله دې لیکنې ته راوهڅول شوم، که څه هم دا زما په پخوانیو لیکنو او همدا ډول د شمېرپوهنې ویونو کتاب کې هم شته. .

موږ چې لا تراوسه واحد کاروو، نو موخه ترې تل د یوه څه د کچولو لويې لکه متر، کیلوګرام او ساعت ته ،،واحد،،(؟)  وایو، یعنې که اوږدوال یا یو بل څه کچوو، نو هغې د کچونو الو یا کچون الو له لارې، چې هغه روښانه پیژند او نوم لري، دا په دې مانا چې که اوږدوالی کچوو، نو دا په متر کوو، چې دا د اوږدوالي کچونې واحد بولو، چې دا پوره ناسم  بلل دي. په پوره خواشینۍ باید ووایم، چې موږ اوس هم  دا  پخوانی ناسمونونه همهغسې ناسم کاروو. د دې کار هغه ستر لامل دادۍ، چې موږ هغه د دباندنیو ژبو رانیولو څه ته هم فکر نه کوو، چې په هغو کې دا څنګه دۍ، خو موږ په همدې ،، واحد،، پاتې شوي یوچې زه غواړم دا لږ روښانه کړم.

 دا  په پښتو کې ورځنی شوی وی ،،و احد،، موږ له عربي ناسم رااخستی دۍ. د ،، واحد،، ترې پوهېدنه بل څه دي وهغه ته چې موږ ترې پوهېږو. د واحد پښتو انډول ،، یو ،، دۍ چې پسې دوه، درې او نور راځي او بس..  دا چې موږ ورته واحد وایو موخه ترې ،، یو،، نه دۍ. یو یو دۍ او نور څه نه وایي او همداسې لکه دوه، درې او نور هم. یو که د یوه څه سره یوځای شي، نو بیا هغه شی یو هغه څه دۍ، لکه یوکتاب یا یو متر، – کیلو، – بجه  او نه دوه یا درې او نور..

موږ په فزیک کې ویلي، چې د فزیکي لويو د کچولول له پاره  زموږ په بللو،، واحدونه،، کاروو، چې ،، واحد،، یې ناسمه نومونه یا بلل دي.

 

دا نو څنګه سموو؟ موږ وتلو ژبو ته ځو او د هغو څخه دا سم رانیسو:

د کچونلویو د څومره والي له پاره، چې کاروو، دا په نورو

ژبو کې لکه انګرېزي کې

Die Einheit  دۍ او الماني کې  The unit

   او همداسې یې عربي مانا،، وحدة،، دۍ، چې موږ یې پوره ناسم ،،واحد،، بولو. له دې دریواړو ژبو څخه د دې پښتو انډول ،، یووالی،، دۍ، چې ما په خپلو لیکنو  کې یوون بللی، چې ګوندې دا به همدا یووالی وي او که څنګه؟

موږ ته دا یووالی، چې ما ،،یوون،، بللی، لږ نابلډول برېښي، نابلد دۍ او ګومان مو راځي، چې ګوندې دا یووالی، خو یو بل   څه دي. دا همداسې دۍ او نه یې بل څوک پیداکوي، که نه هغه به همداسې لکه دا ،، واحد،، ناسم وي. دا ویډول دۍ، دا په ټولو ژبو کې همداسې دۍ  ،د پښتو انډول یې هم همدا دۍ،  ما نه دۍ پیداکړی او نه دومره توان لرم. د دې لا نورو روښانه ولو له پاره داسې مخ ته ځو:

 

فزيکي لویې څه شی دۍ؟

فزیکي لويې اوږدوالی، دروندوالی او مهال دي او د فزیکي لویو د څو والي او څومره والي د روښانولو له پاره یووالي متر، کیلوګرام، ساعت دۍ، چې لوي او واړه یووالي بیا لري. که موږ او تاسو د هر څه اوږدوالی کچوو، نو په متر به دا کار کوو او دا متر له دې امله یو یووالیز یووالی دۍ، چې هر ډول اوږدوالی پرې کچیږي او بس.

 :Grad Celsius, Kelvin und Fahrenheit د تبې یووالي   

 دا پورته د تبې یووالي یا یوونونه دي، چې یو بل اړول کیږي  یا اړولکېدی شي.

د هرې بلې لوي له پاره د کچولو یووالی شته لکه د موټر زور، چې  په اسزور کچیږي  او داسې نور

اوس به نو راشو، دې د ژبپوهنې یووالو ته، چې دلته به څنګه وي؟

اوس به د یو څو ژبنیزو  څه یا توکو یا اتمونو پېزند ورکړو، چې ما تر اوسه ددې توکو سم پېژند نه دۍ لوستلی، موخه مې پښتو کې. دا به هم داسې لږ سرسري وي، خو هغه څه چې راوړم، هڅېږم، چې هغه به روښنه او ټولپوهوړ لیکلي وي، زه یې له الماني رانیسم، په انډول پښتو

کال هم  یو  یووالی کېدۍ شي: دا له ځمکې لرې ستوري، چې ومیندل شي، نو د هغوي لرېوالي کچولو یووالی کال دۍ. وایي، چې دا ستورلار یا دستورو لا یا ټولګه له ځمکې څخه دوه سوه یا زیات رڼا- یا نوري کلونه لرې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply