سږ کال تر ټولو

ډاکتر ماخان میږی شینواری

0 610

  پوهیږم، چې یوه نامننوړ دنده مې په برخه شوې، خو بله لار هم نه لرم، چې ځان ترې وژغورم.

کله کله د داسې لیکنو سره مخامخ کیږو، چې پوهیږو د دې سره لیکونکی څه لیکي، څه غواړي ولیکي او موخه ترې څه ده، لوستونکي به همدا موخه ورڅخه واخلي، خو بیا هم دا لیکنه په خټه کې څه نه وایي او که پام ورته وشي، وبه بوهیږو، چې نه پرې پوهیږو

زه چې په لیکنو کې لولم: ،، سږکال تر ټولو ډېر ژورنالستان وژل شوي،، یا ،،سږ کال تر ټولو ډير انګور شوي او  همداسې نورې پرتلییزې ویناوې. زموږ په دې لیکنو کې دا ،، تر ټولو ډېر…،، بې موخې دۍ، چې زه به دا په لاندې توګه وڅیړم.

لومړی: په دې غونډالو کې وینو، چې دا ،،تر،، د پرتله کونې له پاره راغلی او دا سوچ ناسم دۍ. په دې هکله مې یوه لیکنه هم د تاند په درنه خپرونه کې خوره شوې.

دا به همدلته هم وګورو، چې برتله کونه د ،، تر،، سره ناسمه ده

دوه څه ته ګوته نیسو:

یو:  پرتله کونه: وایو، چې: جلال اباد له کابل څخه ښکلی( لرې، لوي …) دۍ. یا د نسبت سره، چې زه .ورته ،، … و … ته ښکلی، چاغ، جګ او …) دۍ. وایو: جلال اباد ( نسبت) و کابل ته ښکلی دۍ…

موږ دا پورته غونډالې همهغسې زما په اند په ناسم ډول خو د له… څخه او (نسبت)  .. و… ته سره پرتله کوو یا لیکو:

سږ کال  له ټولو کلونو ډېر غنم شوي یا سږ کال و ټولو.. ته ډېر .. شوي دي.

دویم: دا خپله غونډاله هم سم څه نه وایي.

 که ولیکو چې: ،، سږ کال تر ټولو (؟) ډېر غنم شوي،،

که نوکانو ته وګورو دلته هم هرو مرو څه باید راشي، یاني: سږ کال تر ټولو، نورو ورځو( میاشتو ، وربشو، انګورو او داسې نور) ډېرغنم شوي دي. ګورو، چې دلته د پرتله کونې له پاره ډېر څه منځ ته راوځي یا راتللی شي.. .

ګورو، چې دا پر تله کونه سمه نه ده.

که ولیکو: سږ کال له ټولو  کلونو څخه ډېر غنم شوي.  دا هم – که څه هم د وینا له مخې سمه ده- خو د موخې له مخې سمه نه ده، ځکه، چې دلته به بیا د ټولو کلونو غنم سره یوځای کیږي، چې له هغې هم دا سږ کال غنم نه شي ډېرېدلی.

راځۍ، چې اوس یې سم ولیکو:

که ولیکو، چې ،، سږکال ډېر غنم شوي، بسیا به وکړي، خو راځۍ دا ،،ټول کلونه،، ورسره ولیکو

سږ کال د ټولو تیرو کلونو له هر یوه کال څخه ډېر انګور شوي. ګورۍ دا  د هر تیر کال څخه ډېر دي او یا

 سږ کال  د ټولو تیرو کلونو (نسبت) و هر کال ته ډېر غنم شوي..

په دې لاندې خو زه پوه نه شوم او تاسو؟

د هیواد د تولیدې برېښنا کچه تر تولو لوړ حد ته ورسېده

تازه په غزني د غره خوېدو په خبر کې لیکي:

افغانستان کې تر ډېره داسې پېښې د ژمي په موسم کې رامنځته کېږي، چې ….

په پورته کې د ،، تر،، راوړنه هم ناسمه ده او ترډېره خو هېڅ ترې پوهېدنه نه لري.

سم یې

……………….. ډېرې داسې ……………………

یا

……………….. ډېر وخت داسې پېښې………………..

زموږ لیکوالان کله کله چې غواړي یو څه ډېر ادبي او په خوند ولیکي، نو بیا د هغې بلدې لارې اوړي او له

دې امله د ناسمون سره مخامخ کیږي.

د نړۍ تر ټولو هسکه څوکه څومره لوړه ده؟

دڅه شي هسکه څوکه؟ د نړۍ د غرونو، د نړۍ له کورونو یا د نړۍ د غونډیو او یا د بل څه.

ښه فکر وکړۍ، چې دا ناسمونونه به موږ ولې لیکو؟

هیله ده چې راته برګ به نه شۍ، خو په دې لاندې کې په ،،باب،، او همداسې په  ،، محموله،، نه پوهېږم، چې دا به نو څه شی وي. .

،، دوه بابه ښونځي،،

،،مرستو یوه بله محموله ….،،.

دا چې ،،باب،، څه ته وایي، نه پوهېږم، خو دا غونډاله بې له ،، بابه،، هم پوهوړ ده او محموله به له غونډالې داسې وپوهېږو، چې یو شی باید بار وي چې یوړل شي، خو د دې له پاره د عربي ژبې زده کړه هم بده نه، چې دا حمل که وي، دا څنګه محموله کیږي او که څنګه؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply