پرتلنه او پرتله کونه او د عکس العمل پښتو

ډاکتر ماخان میږی شینواری  

0 1,244

د ځنو لیکوالانو لیکلو کې مې پرتلنه ولوستله او دا مې م ک کې خورهکړه، چې پرتلنه او که پرتله کونه. ځنو ملګرو او همداسې په یوه ناسته کې دژبمینوالو او ژبپوهان سره په خبرو کې  دا ویونه رامنځ ته شو، چې دا پرتلنه او که پرتله کونه یا پرتله ونه سم دۍ او همدا ډول دا هم رامنځ ته شوه، چې عکس العمل ته به په پښتو

څه وایي، یعنې د پښتو انډول یې؟

زیات وخت، چې د پښتو ویونو باندې خبرې راځي، نو زما د پېزندګلوۍ له ډلې د ځنو په ژبه کې ورځني مګر د پردیو ویونو د پرېپوهېدنې پوښتنه کوي، چې یوه ورځ یوه درانه پوهاند هم راڅخه وپوښتل، چې نو د ستونځو حل ته به څه ووایو، چې زما ځواب ورته سملاسي د ملګوبي څخه خولې ته راغۍ او ستونځوبی مې ورته وویل، چې اوس یې همداسې لیکم هم. اوس راځو خپلې موخې ته:

د شننې په بنسټ زما پرېکړه دلته له دې امله نه ده، چې ګوندې دا  د عکس العمل پښتو انډول دې ورځنی شي یا وکارول شي، خو موخه دا ده، چې وپوهېږو، د دې انډول په پښتو کې شته او که وي، نو هغه به څه وي وي؟

دا دوه څېړنیزې موضوعات  به داسې پیل کړو:

 

لومړی: پرتلنه که پرتله کونه؟

الف: پرتلنه: د تلل نوم تلنه ده. شیات تلل کیږي، خو انډول یې، چې برابر دي او په څه کې برابر دي او که برابر نه دي. دا تلل شوي شیان سره پرتله کېدی هم شي، چې ګډ خویونه ولري. دې ته به کېدی شي د پسې موضوع څخه بیا ښه روښانه شي.

ب : پرتله کونه: دا وی یواځې د دې له پاره نه کارول کیږي، چې د شیانو دروندوالی سره پرتله کوي، چې کوم دروند دۍ او څنګه سره پرتله کیږي یعنې پرتله سره ايښول کیږي.

پرتله کونه په دې پرېپوهېدنه ده، چې دوه یا ډير شیان په هغه کډ خوي کې سره برابر دي او که څنګه. د دې روښانولو له پاره د هر یوه خوي هغه انډول کچوونی یا کچ اله په کار ده، چې دا هغې کچونې وروسته بیا کتل کیږي، چې سره برابر دي او که څنګه.

یو: که چېرې وغواړ وپوهېږو، چې  دوه یا ډېر کسان  په جګوالي کې سره برابر دي او که نه، نو څنګ په څنګ یې سره دروو او بیا یې په برابروالي پرېکړه کولی شو. که د یوځای درولو شونتیا نه وي، نو بیاهر یو د اوږدوالي کچ اله باندې، چې یووال یا یوون یې متر دي په کچه کوو او دا روښانونه یې بیاګورو.

دوه: که چېرې وغواړو وپوهېږو، چې ایا د ګلاب ګل،کستېرې او که د خوړچ  بوي  سره همغه دۍ، که توپیر لري، نو بویوو یې او بیا پرېکړه پرې کوو.

درې: که وغواړو، چې یوه مڼه او یو ناک سره پرتله کړو، په خوند، دروندوال او همداسې په پلنوالي کې، نو دا د پېلابېلو لارو له لارې کیږي، چې بیا یې په هر یوه موږ پرېکړه یا قضاوت کولی شو.

پای یې: ګورو چې پرتله کونه د تللو سره یواځې سراوکار نه لري. ځنې دپرتله کونې شیان د پرتلې له پاره تلل کیږي او دا نور یې بیا د بېلابېلو لارو له لارې کچول کیږي، چې د ټولو دا پورتنی نوم بیا پرتله کونه ده. له دې څخه دا پوهېږو، چې پرتله کونه سیده د تللو سره نهشو شو برابرولی.

نو له له دې امله پرتلنه د پرتله کونې له پاره ناسم بلل دي.

بل غوړه  بپلووالی یې په دې دۍ، چې تله نوم دۍ، چې له دې امله یې د مخه اړیکوی ،، پر،، راتللی شي یا ښه یې په تله کې یا پر تله باندې اچول کیږي او تلل کيږي، نو لهدې امله تلل یو کړنوی دۍ، چې د مخه یې د ،، پر،، لیکل نه شته، دا په دې ترې پوهېدنه چې دا ،،پرتلل،، نه شته، نو همداسې پرتلنه هم نه شته.

یادونه: زموږ ځنو د ادب خاوندانو ته دا ،، کونه،، لږ ښه نه برېښي، خو په ژبه کې ښه او نا ښه، ښکلې او … ټول شته، دا دچا د اند او خوند سره سر او کار نه لري، دا ژبه، ده، چې څنګه ده.

یوه یادونه: زموږ ژبپوهان او د ژبې مینوال باید – که چېرې دپښتو ډکشنري منځ ته راتله- د پښتو شننیزه ویکتاب یا ډکشنري کې  هم هر یو وی داسې روښانه کړي. او همداسې دا لاندې.

بیا لنډ: تلل کړنه ده او د کړنې د مخه اړیکوی، دلته ،، پر،، ځای نه لري او همداسې پرتلنه هم سمه نه ده. خو تله یوه اله ده، چې د مخه یې ،،پر،،  ځای نیولی شي یا راتلی شي او همداسې پرتله کول او لهدې امله پرتله کونه سم دي.

 

اوس راځو زموږ دې بلې د خبرو موضوع ته:

دویم:

پوښتنه: عکس العمل ته به په پښتو څه ووایو، یا به یې څه وبولو؟

 د عمل او عکس العمل الماني، انګریزي او لاتین یې:

  Aktion ;Reaktion; actio, reaction; actio; reactio

 موږ به دا لومړی: د یوه ویکتاب څخه له الماني په عربې او پښتو وژباړو، چې وپوهیږو، دوی یو ویکتاب څنګه لیکي، چې موږ  هم باید بیا د یوه شننیزې ډکشنري له پاره ترې زده کړه وکو. دویم به بیا موږ دا د فزیک او نور پوهنو په بنسټ هم داسې لږ روښانه کړو.

لومړی د  Reaktion عربي ترې پوهېدنه چې عکس العمل دۍ او په څنګ کې دا لاندې هم.

استجابه ، رد فعل، ردود

کیمیاوي کارونو کې    تفاعل

     سیاسۍ   رجعه

په عربي خو نه پوهېږم، خو دا د الماني غنډالې، چې پهعربي ژباړل شوي، زه یې  الماني څخه  پښتوو ژباؤم، چې  داسې لږ هکپککونکي به وبريښي، ځکه چې ورسره بلد نه یو.

Das ist eine unglaublich primitive emotionale Reaktion.

إنّه ردُّ فعلٍ بنسبةِ واحدٍ من مليون

دا له باور لري ساده احساساتي عکس العمل (په څټکړنه ( کړنغندنه)) ده

Vielleicht war die erste Reaktion richtig.

 

ربّما رد الفعل الأوّل كان حقيقيّاً كناّ فقط شخصين على مقربة

کېدی شي لومړۍ په رد عمل (په څټکړنه) سمه وي

 

د الماني عربي څخه مو یو څه پښتو کړل، چې په پام کې یې ولرو. نور هم په دې هکله د لیکلو پوره څه شته، خو هغه دې ګرانو د ژبې مینه والو پاتې وي.  اوس راځو

دویم ته: د عکس العمل فزیکي پېژبند:

که یوه غونډوسکه په ديوال ولو، نو هغه دیوال دا غونډوسکه په څټ رالیږي یا په څت راولي.

دا په دیوال وېشتل عمل دي، چې پښتو انډول یې کړنه ده او دا په څت وېشتل یې عکس المل دي، چې پښتو انډول یې په څټ کړنه ده.

له دې څخه نو د عکس العمل پښتو انډول په څټکړنه شوه.

بله بېلګه یې ارواپوهنیزه ده: که څوک په څپړه ووهې، هغه یا تا بېرته په څپېړه وهي او یا  که دا کار نه شي کولی، نو مخ به يې د وینو په څېر سور شي. دالته دا وهنه عمل او له دې امله کړنه شوه او دا په څټ وهنه او یا د مخ سره کېدل یې په څټ کړنه ده.

 

موږ دلته په همدې بسیا کوو. له دې څخه دې موخه دا نه وي، چې ګوندې همدا بلد دې نه وي، خو دا کار مو باید کړی وي، وپوهېږو، چې له عکس المل څخه په پښتو څه پوهېږو.

 

ځنې ملګري او یا په م ک کې هم ډېر کم  د م ک ملګري دا لیکي، چې لیکنې مې ستونځمنې دي او ځنې راته وایي، چې لیکنې مې د الماني اغیز لاندې دي، چې ترې پوهېدنه ستونځمنه کوي. زه پوهېږم، چې زما لیکنو کې به ستونځې ځکه وي، چې د باندني ویونه کم لري او داسې څه په کې هم راځي، چې موږ ورسره بلد نه یو. زما په دې لیکنه کې هم څو ځایه داسې ویونه راغلي، چې ما ورته پهبلد ډول باید معنا یا معنی لیکلې وي، خو له دې معنا څخه په څنګ تېرشوی یم، چې ښایي شتاسو به ورته پام رااوښتی وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply