د امریکا ولسمشریزې ټاکنی او د افغانستان پر راتلونکي یې اغېز

لیکنه او شننه: شوکت الله عابد

0 1,240

لیکنه او شننه: شوکت الله عابد

د اقتصادي مسایلو شنونکی

کله چې  د امریکا اوسنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د یاد هېواد د ۲۰۱۶ م کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند و، نو د مخکني (۲۰۰۸-۲۰۱۶کلونو) ولسمشر بارک اوباما برعکس یې د آسیا او په ځانګړی توګه د افغانستان په اړه (د افغانانو په آند) ښه نظر نه درلود چې څو عمده عوامل یې لرل.

یو عامل یې دا و، چې په اسیایې هېوادونو کې ځېني اقتصادي او سیاسي زبرځواکونه موجود و/ دي، چې امریکا یې خپل سیاسي او اقتصادي رقیبان ګڼي او د هغوی پر سیاست او اقتصاد د دې هېوادونو په ځانګړي توګه د چین د خلقو جمهوريت اغېز د پام وړ دی، نو د دې هېوادونو پر وړاندې له ډیر احتیاط څخه کار اخیستل د امریکا د لویو موخو یوه عمده برخه ده، چې پر دې موخو کې بدلونونو راوستلو کې امریکا او امریکایان دیر احتیاط کوي. نو دا چې ځينې عام او سیاسمتداره امریکایان پر دې باور و چې د ولسمشر جارج ډبلیو بوش پر تعقیب بارک اوباما د اسیایې هېوادونو، په ځانګړي توګه د افغانستان په هکله، په غلط روان دی او په افغانستان او عراق کې خپل بشري-اقتصادي ځواک د امریکا د پرمختیا او اجتماعي رفاه ثبات او تداوم لپاره ښه سیاست نه دی، نو د امریکا ولس د یوه بدلون په خاطر ټرمپ ته رایه ورکړه، خو ټرمپ چې له دې مخکې چې د امریکا ۴۵ جمهور رئیس شي، یو سوداګر او میلیادر و، پر سیاست او نړیوالو سیاسي مباحثو يې پوره تسلط نه درلود؛ د خپلو ټولو کمپاینزو ادعاو سره، سره د امریکا موقف د تېر په حال پاتې شو او اساسي بدلونونه پکې رانغلل او دا چې د امریکا بهرنۍ اړیکي، فوځي او اقتصادي سیاستونه، چې تر ډیره پر افرادو متکي نه دي؛ د ټرمپ د ټاکنیزو مبارزو طرحې او ادعاوي پلې نه شوی او وضعیت او بهرنۍ پالیسۍ تر ډیره د تېر په دوام پاتې شوی او همدارنګه نه پر اسیا کې د تروریزم پر خلاف کوم جدي مشخصه برنامه پلي شوه او نه د تروریزم ملاتړکوونکی هېوادونو او سازمانونو باندې اقتصادي سرچيني وچې شوی او نه هم پر دې تور څوک کومې نړیوالۍ محکمې ته معرفي شو. په هر حال…

اوس چې بیا د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنیزه پروسه په لاره اچول شوی او د دوو مخکښو ګوندونو نوماندان، چې یو یې اوسنی جمهور رئیس ډ. ترمپ او بل یې د دموکراتانو د ګونډ باتجربه ۷۷ کلن استازی جوبایډن چې د مخکني جمهور رئیس بارک اوباما مرستیال (۲۰۰۸-۲۰۱۶) هم و؛ د جمهوري ریاست لپاره نوماندان دي. د دوی تر منځ اوسمهال ټاکنېزه پروسه په شدت جریان لري او یاد ګوندونه او نوماندان له هرو ممکنه تکنیکونو څخه د ځان او ګوند په ګټه کار اخلي او وخت ناوخته د یو بل پر ستراتیژیو، پالیسیو نيوکې کوي، خو حقیقت دا دی چې د بریا وروسته به منتخب جمهور رئیس د امریکا د استخباراتو، کنګرس او سنا تر څنګ پر خپلو تاریخي او ستراتيژیکو موخو ډیر تمرکز کوي او هغه څه به کوي، کوم چې د دوی په مطلقه ګټه وي.

اوس چې جوبایډن د افغانستان په اړه کوم نظر او طرحه لري، زما په فکر هغه یواځي د ټاکنېزي مبارزې د ابزارو په نوم تعریف کېداشي، نه د امریکا د راتلونکي حکومت د یوې ستراتېژۍ په نوم. او همدارنګه، هغه تفاهم نامه چې څه موده وړاندې په دوحه کې د طالباتو د ډلې او د امریکا د حکومت تر منځ لاسلیک شوه هغه د اسیا او افغانستان لپاره د امریکا د سیاست یوه برخه و. او بله دا چې جوبایډن د بریا چانس د ټرمپ څخه کم هم دی، خو بیا هم که بریالی شي د تېر به څېر به ځینې مسایل په همداسې مجهول او ګنګ وضعیت کې پاتې شي، د افغانستان قضیه به د اسیا په زړه کې د دوی د سیاست کولو او دلته د پایښت یو اوږدمهاله ستراتېژي وي.

تر کومه چې د افغانستان د سیاسي ټیکاو او د سولې مسأله ده؛ د دې مسألې او ستونزي حل په مطلق ډول پر افغانانو پورې اړه لري او په امریکا کې د حکومتونو ادلون او بدلون د افغانستان د سیاسي او اجتماعي رفاه سره بنسټيزه مرسته نه شي کولی. د کورنیو، سېمه ییزو او نړیوالو ښکیلو عناصرو ترمنځ پر یوې اساسي اجنډا توافق او افغانانو خپلمنځي جوړجاړی او د داېمي او باعزتې سولې لپاره ملت ته مراجعه کول او د مطلق اکثریت په خوښه راتلونکی ملي او نړیوال مباحث مطرح کول اساسي اړتیا ده.

د یوه باثباته او پرمخللي افغانستان په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply