پلټونکي دا مهال پر يوې دوه کلنې جينۍ د جنسي تېري او قتل په تور له ۱۵ شکمنو کسانو څخه پوښتنې ګرويږنې کوي. د دغې نجلۍ مړی چارسدې ته څېرمه د سه شنبې/نهې په ورځ موندل شوی و.
پاکستاني پوليسو پر يوې دوه کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور ۱۵ تنه نيولي دي. پلټونکي وايي چې له دغو شکمنو کسانو څخه تحقيقات دوام لري، په داسې حال کې چې د ډي ان ای يا ارثي موادو د تست نتيجو ته انتظار کيږي. دغه جينۍ د نهې/سه شنبې په ورځ په چارسده ښار کې د خپل کور مخکې ورکه شوې وه. چارواکو د هغې مړی يوه ورځ وروسته په يوه غره کې پيدا کړ.د عدلي طب ترمعایناتو وروسته، چې د جمعې په ورځ تر سره شوه، معلومه شوه چې جنسي تېری ورباندې شوی او بيا په چاړه وژل شوې وه. دغې قضيې په دغه اکثريت مسلمان هېواد کې د خلکو ډیره غوسه راپاورلې ده.
پر ماشومانو د جنسي تېري لړۍ
دا په پاکستان کې پر ماشومانو باندې د جنسي تېريو د لړۍ وروستۍ پېښه نه ده. تېره مياشت يوه زلمي په دغه عين سيمه کې پر يوې شپږ کلنې نجلۍ جنسي تېری وکړ او ويې وژله. پاکستان د مارچ په مياشت کې پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو له پاره د مرګ حکم د بالقوه سزا په توګه جاري کړی دی. دغه قانون وروسته له هغه پلی شو چې په ۲۰۱۸ کال کې پر يوې ۷ کلنې نجلۍ باندې جنسي تېری وشو او هغه ووژل شوه. خو غير دولتي ټولنې بيا وايي چې پاکستان د دغسې جنسي جرايمو د مخنيوي په برخه کې کافي کار نه دی کړی. د ساحل په نوم د خير ښېګڼې د يوې ټولنې په حواله چې پر دغې موضوع ارقام راغونډوي، د ۲۰۲۰ کال په ړومبۍ نیمايي کې پر تقريبا ۱۵۰۰ ماشومانو باندې جنسي تېری شوی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320