د دښمن ستراتیژي

عبدالودود بشریار

0 631
یو څو ګاونډیانو تل د قوي افغانستان او سعادتمن ولس په مقابل کې  ورانکاري کړې ده. خو افسوس چې د ورانکارۍ لپاره یې زما له ولس او ذهنیت څخه ګټه پورته کړې او بېرته یې ماته په زیان اړولی دی. ځيني هېوادوال یې د بې مزده مزدور په ډول د خپل جهالت او نړۍ څخه ناخبرۍ له امله د خپل ځان، راتلونکي نسل او قوي افغانستان په مقابل کې ولاړ کړي او ذهني دام کې نښلولي دي.
دوښمن تل هڅه کړې چې زمونږ خلک د خپل نظام په اړه بدبینه، چارواکي یې له پامه بد او بلاخره په دې ډول یې له نظام سره په ذهني جګړه کې ښکېل کړي.
دوښمن اوس په څو جبهو کې د خپلو اهدافو لپاره کار کوي:
۱. په دوحه کې د طالبي فکر په وسیله او حربه خپلو اهدافو ته ځان رسول،
۲. د غلو، لنډغرو او قاتلینو په مټ په ښارونو کې د بې امنیتۍ انګازې ډیرول، هدفي وژنې او د عام ولس ذهن مغشوشول،
۳. د امنیت په اړه د ذهنیت مغشوشولو په مټ د ملي سوداګرو سرمایې ایستلو او پیسو فرار ته بانې ډیرول،
۴. د حکومت د فروپاشۍ په پروپاګند د خلکو روحیه کمزورې کول …
ګیله په هغه وخت کې انسان ته ودریږي چې یو شمېر وطندوسته او نسبتا اګاه حلقې هم د دوښمن تبلیغاتي ابزار تر اغېز لاندې راشي او هغه څه د نظام په خلاف ووايي چې د دوښمن ستراتيژي ده او دوښمن یې د تطبیق لپاره بلا ډیرې پیسې مصرف کړي او اوس یې په لومړیتوب کې قرار لري.
سمه ده یو شمېر کسان به له ځینو نورو خپه وي او همداشان په تیرو نولسو کلونو کې به ایډیال حالت ته نه یو رسیدلي خو دا د دې مانا نلري چې په نولس کلونو کې رامنځته شوې ملي امنیتي ادارې، نهادونه، نړیوالې تجربې، افغان کادرونه، ظرفیتونه، ازادي، ښوونځي، پوهنتونونه، سړکونه، بندونه،…. چې د افغانانو دوښمنانو ته هیڅ وخت د منلو وړ نه ول او زغملای یې نشي؛ هم د عقدو له امله په صفر کې ضرب کړو.
مشکلات شته خو د حل لاره دا نده چې د دوښمن پر ستراتیژۍ ولاړ شو!
هغه طبقه چې همدا اوس په ځانخبري یا ناخبري ډول د دوښمن ستراتيژي تطبیقوي او تبلیغاتو ته یې هوا ورکوي، باید پر دې سر خلاص کړي چې د افغانستان راتلونکو نسلونو ته به ځواب ونلري ځکه د دوښمن ستراتيژۍ کې د افغانستان له محتاجۍ، ورانۍ او د ولس له بدبختۍ بل هیڅ شی موندل کیدای نشي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply