هغه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، ” یو مهم ټکی چې ډیر پام ورته نه دی شوى،  دا دی چې ډاکټر خلیلزاد هڅه کوي د بن تړون او د دې ارزښتونه او جوړښتونه منتفي کړي.هغه په ​​وار وار ویلي چې د افغانستان لپاره “نوې سیاسي فورمول” ته اړتیا ده.  ډاکټر خلیل زاد اوس د پاکستان او طالبانو د غوښتنو سره همغږی شوی او هڅه کوي اوسنی سیستم ( چى د بن ميراث دی) د “نوي سیاسي فورمول” سره بدل کړي چې د طالبانو او پاکستان غوښتنو سره سمون لري.

نبیل تر دې وړاندې هم افغان سوله کې د پاکستان په نیت شک ښودلی و او خلیلزاد يې تورن کړی دی چې ګواکې غواړي نظام پاکستان ته وسپاري.