یوه خاطره چې انتباهی او اصلاحی اړخونه لري

سید عبیدالله نادر

0 562

د ۲۰۲۰ کال د آګست په ۱۸ نیټه مونږ ته احوال راورسید ، چې چې د پراخي اورلګیدنۍ له کبله چې په احتمال سره زمونږ کورونو خواته نژدي کیده ، نو مونږ ته ووئیل شول : چې خپل کورونه پریږدو ، او د ګارنیویل د علاقی نه سونامه کونتی خواته چې د سانفرانسسکو مربوط او بیا د آمریکا دکلفرنیا ایالت پوری تړلي بلل کيږي ولاړ شو ، او ځانونه د احتمالي خطراتو څخه په امان کړو ، نو زمونږ د کورونو د ادارې چارو مدیرۍ د اعلان په اساس مو، ټولو په عسکری شکل ټول ځایونه تخلیه کړل او ( سو نامه کونټي ) خواته لاړو ، چا چې لیري او نېږدې خپلوان درلودل ټوله د خپلوانو کره ولاړل ،مونږ په داسي حال کې کورونه پریښودل چې د کرونا د قرنطین شپږمه میاشت مو وه ،نو لاړو ښار ته دوه ورځي مو په هوټلونو کې ژوند وکړ ، مونږ زمونږ ته د کورونو مسئولي له خوا ډاډ راکړ شو ، چې هر څومره مصارف مونږ وکړو ، هغه به مونږ ته د دولت له خوا راکول کیږي .

په دریمه ورځ د کورونو د تنظیم د مدیری له خوا ځواب راغی ، چې تاسي کولای شئ، په سونامه کونتی کې د آی سی آر سی دفترته مراجعه وکړئ، هغوي به تاسي ته یو اَمن ځای کې، په یو ښه هوټل کې ځای ونیسی، که څه هم ډیر قیمتی و ي، په سبا یې همداسي هم وشول ، د دولت خوا په یو ډیر ماډرن او قیمتی هوتل کې مونږ ته ځای راکړل شو، او وروسته د لسو ورځو څخه په دي هوټل کې د اوسیدنې نه، مونږ ته امر وشو چې خپل ښارونو او کورونو ته بیرته راوګر ځو ، د خطراتو احتمالات کم شو ي ، مونږه ټولو چې دا خبر واوریده ، خپلو کورونو خواته دوباره راوګرځیدو ، خو مونږه ټولو دا فکر کاوه چې زمونږ په ښارګوټي کې ډیری خلک نه وو آیا چې دا کورونو ورنو به غلو نه وي خلاص کړي؟ یا ښیښي به یې نه وي ورماتي کړي ؟

 آیا دا کورونه به په اَ من کې پاتي وي ؟ خو عجیبه ده چې خپلو کورونو ته راغلو و مو لیدل چې د هیڅ چا دروازه هم نه ده خلاصه شوي ، او ټولو خلکو او ګاونډی کورونو په شمول زمونږ کورونه  صحیح او سالم ول ،لنډه کیسه چې هر څه صحیح او سالم ول ، او د هیڅ چا غلا نه وه شوي ،په هر صورت د دي باوجود چې د ډوډۍ مصارف هم دوي په غاړه اخیستي وو ، یو لړ اضافه مرستي د خرڅ او خوراک په برخه کې مونږ سره وشوي ، په داسي حال کې چې بی ځایه شوي خلک ۷۷ زره کورونو ته رسیده ، او دا ډیره لویه کچه خلک وو ، خو دولت د آمریکا دومره توانائی په ځان کې لیده ، چې د ټولو د تحفظ ضمه واری یې اخیستی وه ، او دا ډیر ګران کار وو ، خو د دوی د وړاندلیدنۍ قدرت یې هم ښوده ، د بلي خوا ټوله کورونه په امنیت کې پاتي کیدل ،دا هم ددوی د امنیتی قوت او ښه والی یې ښود ه.

نو خپل وطن د پاره می هم داسي یو نظام چې دهر انسان سر او مال په کې خوندي وي ،او په هره مصیبتونو کې ،ډیر ژر ، په موقع او په بیړه ،د خپلو آفت زپلو او مصیبت زپلو خلکوخدمت ته په خپل وخت او زمان ورسیږي ،او د خلکو په خدمت کې وي ، دامی خپلو خلکو ته آرزو ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply