په پاکستان کې د تېلو او ګازو پر کاروان د بريد پړه بلوڅانو منلې

0 902

وسله والو په بلوچستان کې د تېلو او ګازو پر يوه کاروان باندې بريد کړی چې د استخباراتي چارواکو په حواله يې د نيمه پوځيانو په ګډون ۱۵ کسان وژلي دي. د بريد پړه د بلوڅانو يوې وسله والي ډلي منلې ده.

د دغه بريد مسئوليت د بلوچستان د آزادولو جبهې په نوم يوې بېلتون پالې پاڅون کوونکې ډلې منلی دی چې له لسيزو راهيسې په دغه سيمه کې عمليات کوي.

د دوو استخباراتي چارواکو په حواله د پاکستان د تېلو او ګازو د انکشاف د کمپنۍ اووه کارکوونکي د پاکستان د «فرنټیر کورپس» يا سرحدي ځواکونو د اتو غړو په شمول،‌ وژل شوي دي. دغو چارواکو د نوم نه اخيسلو په شرط خبرې کولې ځکه چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه لرله.

دغه بريد په اورماړا کې وشو چې د ګوادر بندر ته نزدې يو ښار دی. دغه سيمه د عربي سمندر په اوږدو کې د چينايانو له خوا جوړيږي. د ګوادر بندر د بيجنګ د «يوې لارې او يوه کمربند» پروژې يوه کليدي برخه ده چې چين له مرکزي او سويلي آسيا سره نښلوي.

بلوڅان په تېره د چين مهمې پروژې په نخښه کوي

د بلوچستان د آزادولو جبهې او د بلوچستان د آزادولو پوځ په نوم ډلې په د پاکستان په بلوچستان صوبه کې عمليات کوي چې د بېلتون غوښتنې په موخه يې ډېر بريدونه کړي دي.

په تېره د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په نوم څو مليارډي پروژه يې په نخښه کړې ده. د دغې پروژې له لارې به چې سړکونه او برېښناکوټونه پکښې رانغاړي، د پاکستان ګوادر ښار د چين له کاشغر سره وتړل شي.

د بلوچستان اعلی وزير،‌ جام کمال، دغه حمله غندلې او يو «بزدلانه ترهګر بريد» يې بللی دی. بېلتون غوښتونکې تر دې بريد مخکې سږ کال د کراچۍ د ونډو پر بازار باندې، تېر کال په ګوادر کې پر انټرکانټينټال هوټل او په کراچۍ کې د چين پر قونسلګرۍ باندې د بريدونو پړه هم منلې وه.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply