په پاکستان کې سياسي او اقتصادي بحران په پراخېدو دی

0 597

د پاکستان سياسي ګوندونو په دې هېواد کې د تحريک انصاف واکمن ګوند په مشرۍ د اوسني حکومت پر ضد سياسي جبهه تشکيل کړې او د سياسي فشار له لارې له واک د عمران لرې کولو هڅه کوي.

دې جبهې چې خپله لومړنۍ غونډه يې د جمعې په ورځ ناوخته د پنجاب په ګوجرانوالا کې ترسره کړه، د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف پر حکومت توندې نيوکې وکړې. په دې جبهې کې د شاملو ګوندونو مشران ټينګار کوي چې د پاکستان اقتصاد د دغه هېواد په تاريخ کې په تر ټولو بد وضعيت کې واقېع دی او زیاتوي چې د ياد بحران مسوول لومړی وزير عمران خان او د تحريک انصاف ګوند دی.

د پاکستان پخواني لومړي وزير او د مسليم ليګ ن ګوند مشر نواز چې دامهال په لندن کې د ناروغۍ له امله تر درملنې لاندې دی، عمران ناهل وباله او زياته يې کړه چې نوموړي په پاکستان کې د اقتصادي بحران رامنځته کولو له امله خلک له لوږې مړه کړل.

نوموړي چې له لندن يې د ګوجرانوالا پرونۍ غونډې ته وينا کوله وويل:

«چا د خپلې خوښې حکومت جوړ کړ او د عامو خلکو انتخاب يې رد کړ؟ چا نالایقه او نا اهل عمران نیازی صدراعظم کړ؟ ووایئ دا چا وکړل؟ چا چې له پاکستان یا تاسو سره دا ظلم کړی د هغه په خلاف باید تاسو ودرېږئ او پیل یې د ګوجرنوالا خلک کوي.»

د پاکستان په دې ولسواک غورځنګ يا PDM  کې پیپلز پارټۍ، جمعیت علمای اسلام، د مسلم لیګ ن، ملي عوامي ګوند او ځیني نور سیاسي مطرح ګوندونه شامل دي چې په پرونۍ غونډه کې ټولو په يوه خوله د لومړي وزير عمران خان د استعفا غوښتنه کوله.

له دې سره په پاکستان کې د اقتصادي بحران ترڅنګ سياسي بحران هم مخ پراخېدو دی او اټکل کېږي که دغه بحران دوام پيدا کړي، ښايي دغه هېواد په هر اړخيزه توګه زيانمن شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply