پولنډ کې د شربت‌ګلې عکس په لوړه بيه د پلور کېدو ريکارډ جوړ کړ

0 887

د ميرمن شربت ګلې يو عکس تېره پنج‌شنبه په پولنډ کې د یوې بولۍ پرمهال په لوړه بیه وپلورل شو او دې هېواد کې يې په لوړه بيه د عکس پلورلو ریکارډ جوړ کړ.

د بولۍ جوړولو پولنډۍ کمپنۍ “دیسا یونیکوم” پرون جمعه خبر ورکړی چې د “سټیف مک کري” په لاس د شربت‌ګلې اخیستل شوی عکس په ۲۸۳۰۰۰ زلوتي پولنډي پیسو چې څه باندې ۷۰زره ډالر کېږي، وپلورل شو.

دې کمپنۍ دا هم ویلي چې د شربت‌ګلې عکس په ټول پولنډ کې په لوړه بیه د پلورل کېدو له امله ریکارډ جوړ کړی دی. د شربت‌ګلې مشهور عکس شاوخوا ۲۵کاله وړاندې د کډوالۍ پرمهال په پېښور کې د امریکايي عکاس سټیف مک کري له لوری اخيستل شوی او د نېشنل جیوګرافیک مجلۍ په پښتۍ يې ۱۹۹۵ کال کې خپور کړ.

شربت‌ګله په دې عکس کې د خپل ژور ليد او شنو سترګو له کبله د کډوالو په نړيوال سمبول بدله شوه. دا افغانه مېرمن چې اوس یې عمر نږدې ۵۰ کاله دی، په کابل کې اوسي او څو کاله وړاندې د افغان حکومت په سپارښتنه له پاکستان بېرته خپل هېواد ته راستنه شوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply