څرنګه په ښه توګه انتقاد ومنئ

قدرت الله هېوادپال

0 654

ګوتنيونه او انتقاد د شخصي او مسلکي ژوند يوه نه بيليدونکي برخه ده، او داسې ګڼل کيږي چې د شخص په بریاليتوب کې انتقاد ته ښه غوږ نيول حياتي ونډه لري. هیڅوک په خپل ذات کې پوره نه دی، نو ځکه تل اړتيا لري چې له نورو واوري او اکثراً د اوريدنې په دې جريان کې فکر کوي چې خلک د دې خبرې ته غوږ نه نيسي، يا هر هغه څه چې د دې پر خوښه نه وي فکر کوي د دې پر چارو انتقاد دی.

two black-and-white birds

بیلابيلې څيړنې ښيي چې د يو چا پر کار انتقاد د هغې د رواني او فزيکي ستړيا سبب ګرځي، داسې بې شمېره نمونې شته چې د همدې انتقادونو له کبله خلکو کارونه پريښي او آن ځينې خو خلکو ته له مخامخ کيدو څخه هم ويريږي، ځينې څيړنې دا هم وايي چې پر کوچنيانو بې ځايه ګوتنيونه او انتقاد د هغوی د جرات او سالمې ودې د مخنيوي سبب ګرځي.

پدې ليکنه کې موږ هڅه کوو چې په مسلکي چاپيریال کې انتقاد اخيستلو يا ورته غوږ نيولو په اړه وغږيږو، ورسره دا هم څيړو چې څرنګه کولای شئ پر مخالف نظر پوه شئ او په آرامه يې واورئ.

تيار اوسئ، هک پک مه دريږئ

له مخالف نظر څخه ډډه نه شي کيدای، تل به له انتقاداتو سره مخ وئ، نو ځکه تل ورته تيار اوسئ او همداسې د انتقاد اوریدو په صورت کې سنګک کيږئ مه، ځينې خلک له انتقاد اوریدو سره ځای پر ځای هک پک پاتې شي، هڅه وکړئ انتقاد ته ذهناً تيار اوسئ، په ځانګړي ډول که له داسې ډلې سره مخ کيږئ چې له بيلابيلو خواوو څخه پکې خلک شامل وي، او د دې امکان ولري چې مختلف نظرونه به وړاندې شي.

انسان ټولنيز خاصيت لري نو ځکه د نورو منښت ورته ډير ارزښت لري، موږ غواړو چې نور مو ومني، هر کله چې له انتقاد سره مخ شو دا منښت راته د بريد لاندې ښکاري، چې دا بريد ښايي په غير شعوري توګه د شخړه ييزې غبرګون يا له هغه ځايه د پښې سپکولو يا په بحث کې د برخې اخيستنې څخه د ډډې کولو احساس سبب شي.

دا د ډول بريد په غبرګون کې ځوابي بريد، چيغې، ژړا يا ځوابي انتقاد ښايي هغه وخت ناڅاپي وي او ممکن ښه هم درته ښکاره شي، خو وروسته ښايي زموږ د پښيمانئ سبب شي، موږ ته ښايي په هغه وخت کې دا هر څه مناسب ښکاره شي، خو وروسته له يو څه فکره به پرې پښيمانه يو.

ښه که اوس دې بحث ته راشو چې په داسې يو حالت کې څه وکړو، نو د دې پر ځای چې انتقاد مو ناڅاپي هک پک کړي، بهتره ده له وړاندې ورته ذهناً تيار اوسئ، او ورسره يو څه ځوابونه ولرئ چې که چيرې له داسې حالت سره مخ شئ، څه بايد وکړئ.

ځوابونه لکه، ښايي هغه څه چې مو (د انتقاد په توګه) اوريدلي وي پر خپلو ټکو بيرته تکرار کړئ تر څو باوري شئ چې سم پوه شوي ياست او هغه شخص ته وښاياست چې ورته غوږ وئ. يا ورته وواياست دې خوا ته زموږ پام شوې نه وو، دا يو نوې نظر دی، موږ ته يو څه وخت راکړئ چې پرې فکر وکړو او بيا به سره وغږيږو

man sitting on chair with book

وپوښتئ، نتيجه مه اخلئ

که چيرې ډير پدې لټه کې ياست چې نور تاسې او ستاسې نظرونه خوښ کړي، نو ښايي د نورو ناخوښې غبرګون به درباندې ډيره ناوړه اغېزه وکړي. د بيلګې په ډول په غونډه کې د يو چا لخوا کوچنۍ اشاره لکه له بل سره په غوږ کې غږیدل يا ټليفون ته متوجه کيدل ښايي پر تاسې ناوړه اغېزه ولري او فکر وکړئ چې ستاسې خبرې ورته مهمې نه دي، نو له ځانه نتيجې ته ټوپ وهلو پر ځای وپوښتئ چې ولې يې پام بلې خوا ته شو. لکه زه متوجه شوم چې تاسې ټليفون ته پام کړ يا مو بل همکار ته څه وويل، آیا غواړئ موږ دا غونډه ودروو يا زما په خبرو کې څه پوښتنه لرئ. که چيرې هغه شخص انديښنه وښيي يا پوښتنه لري نو مطرح يې کړئ، که چيرې برخوال زړه تنګ شوي وي چاره يې وکړئ.

راغونډ يې کړئ، غبرګون مه ښاياست

که چيرې د ځان په اړه په لومړي ځل څه اورئ، هڅه وکړئ ځان پر اصل موضوع پوه کړئ چې ولې دا خبره رامنځ ته شوې ده. آیا هغه شخص غواړي چې له تا بدل واخلي له کينې يې وايي؟ يا يوازې په لومړي ځل يې اورئ او شا ته يې څه نه شته؟ ځنډ وکړئ که راتلونکي کې هم داسې څه واورئ؟

اکثره وختونه انتقادي خبرې د يوه عمل يا نورو خبرو په ځواب کې رامنځ ته کيږي، او په ډيرو حالاتو کې دا انتقادي نظر په څو خلکو کې شريک وي، يعنې يوه ډله پر دا نظر وي، نو ځکه که يو څه په لومړي ځل واورئ، نو هڅه وکړئ چې د انتقاد پر لامل پوه شئ او وروسته ورته مناسب غبرګون وښاياست.

boy singing on microphone with pop filter

انتقاد پر خپله دنده ومنئ نه پر ځان

اکثره وخت موږ خپله دنده خپل ټوله پيژندنه ګڼو، فکر کوو چې له دې دندې يا موقف اخوا شتون نه لرو. د بيلګې په ډول د مشتريانو خدمتونو مشر به تل د خرڅلاو له څانګې سره ستونزې ولري، چې مشتريانو ته غوړې چړې ژمنې کوي، نو مهمه نه ده چې څوک د مشتريانو خدمتونو د څانګې پر موقف ناست وي، تل به له انتقادونو سره مخ وي. د دې پر ځای چې ځان او موقف مو سره ګډوډ کړئ، هڅه وکړئ پوه شئ چې انتقاد ستاسې پر دنده يا موقف دی او که پر تاسې. او يا آیا پر داسې دنده کار کوئ چې په طبعي توګه له انتقاداتو سره مخ وي.

له نږدې ملګرو کورنۍ سره ونښلئ، ځان مه ډډې ته کوئ

هر کله چې موږ له انتقاد سره مخ شو نو لومړئ هڅه مو دا وي چې ځان ډډې ته کړو، له دنيا مو زړه وګرځي. هڅه وکړئ نږدې دايره ولرئ چې د کورنۍ مهم غړي او ملګري مو پکې وي، د انتقاد په صورت کې له دوی سره وګورئ. د منفي خبرې پر اوريدو دوی سره وغږيږئ، له دوی مشوره واخلئ او نظر ته يې غوږ شئ.

پر ځان پام وکړئ، هر څوک مه خوشحالوئ

که چيرې انتقاد ډير جدي او سخت وي، ښايي ستاسې لپاره رواني او فزيکي اغېزې ولري. ښايي بې خوبه مو کړي يا له خوړو ډډه وکړئ. پداسې حالاتو کې ځان ته پاملرنه ډيره مهميږي. هڅه وکړئ داسې دوه درې تمرينونه يا کارونه ولرئ چې تاسې ته خوښي او د زړه زور درکوي. هڅه وکړئ دا تمرينونه ساده او آسانه وساتئ، تر څو آن په سختو حالاتو کې يې هم وکړای شئ، لکه دوه درې دقيقې پياده تګ، تازه هوا ته وتل، له چا سره غږيدل، او نور.

بیلابيلې څيړنې ښيي چې هر څوک ځانګړی شخصيت لري او هر څومره چې هڅه وکړي د شخصيت ځانګړي اړخونه يې د ځينو خلکو نه خوښيږي، يا هر څوک د هر چا نه خوښيږي نو ځکه هڅه هم مه کوئ چې هر څوک خوښ کړئ. که غواړئ چې بريالی مشر شئ د انتقاد زغملو زغم او حوصله پيدا کړئ.

بريالی هغه څوک دی چې د بیلابیلو نظرونو او مفکورو اوريدو حوصله ولري، او پوه شي چې ښه پريکړه د بیلابیلو نظرونو حاصل دی، زموږ بهتري د خپلو نيمګړتياوو پر پيژندلو پيليږي، او نيمګړتياوو پيژندلو تر ټولو بهتره لار نورو ته دا جرات ورکول دي چې کولای شي تاسې ته سپينه خبره د متقابل درناوي په چوکاټ کې درورسوي.

hiwadpal.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply