مذاکراتي پلاوی چې د افغانانو رښتنی استازیتوب کوي

نوید احمد څرک

0 754

افغان مذاکراتي پلاوی چې د جمهوریت او افغان ولس نماینده ګي کوي، په ډير جرات او وړتیا سره له طالبانو سره مذاکره مخکې وړي او په مخکې پراته چلنجونه له مخې پورته کوي.

لومړیو کې داسې ویل کیدل چې ګنې د جمهوریت پلاوي کې منطقي کسان نشته چې طالبانو سره د اسلام له نظره استدلال وکړي، خو اوس وضعیت داسې شوی چې طالبان د اسلام کیسه شاته اچولې او د امریکا د هوکړې په دوام خبرې غواړي.

ولسمشر محمد اشرف غني چهارشنبه د نوماند وزیرانو د معرفي غونډه کې په ښکاره وویل چې د جمهوریت پلاوی له طالبانو غواړي چې په قران او احادیثو ورسره مذاکره وکړي او توافق وکړي، خو طالبان تيښته کوي او له امریکا سره د هوکړې په دوام باندې د خبرو دوام غواړي.

ولسمشر د ولسي جرګې غړو ته په وینا کې په ډاډ سره وویل چې مذاکراتي ټیم په پیاوړې انګیزه د خلکو له حقونو دفاع کوي او غوښتنې یې پرځای کوي، هغه غوښتنې چې لوی مشورتي جرګه کې د ولس استازو حکومت ته ورکړې وې.

کله چې امریکا او طالبانو مذاکرات پيل کړل، لومړی اوربند وشو او پر بهرنیو ځواکونو هر ډول بریدونه بند شول او حتا جرم وبلل شو، خو اوس چې له افغانانو سره مذاکره پيل شوې طالبان هره ورځ په اوسط ډول ۵۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي، په دومره توپير چې طالبان د ځینو مسوولیت مني او د ځینو نه مني.

ولسمشر د طالبانو دې دریځ ته په اشارې وویل چې تاسو (طالبان) پر امریکا بریدونه نه کوې، ښه کوې، خو پوښتنه دا ده چې ولې پر افغانانو بریدونه کوئ، د دې لپاره دلیل څه دی او څنګه یې توجیه کوئ.

ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل چې افغانان هره ورځ وطن جوړوي، پيسې مصرفوي، خو طالبان یې بیرته ورانوي.

ممکن د ولسمشر غني اشاره د ښوونځیو، سړکونو، کلنیکونو او پلونو ته وه چې وروستیو کې د طالبانو په سیمو کې د دوی د وسله والو له لوري ویجاړ شوي دي.

ولسمشر په خپلو کې خبرو کې طالبانو ته یو څه وریاد کړل چې افغانانو باندې هيڅوک څه شی په زور نه شي منلی، مګر په خبرو ډير څه مني.

هغه وویل چې طالبان هیڅ طرحه د افغانستان لپاره نه لري، د یو اسامه لپاره یې هېواد له نړۍ سره مخ کړ.

ولسمشر یو ځل بیا له طالبانو غوښتنه وکړه چې په خپله ژمنه ودریږي او له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

د ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو د وروستي راپورونو په اساس، طالبان لا هم له القاعده او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري او د امریکا د هوکړې خلاف عمل کوي.

طالبان ځانونه له بهرنیو ترهګرو ځکه نه شي جلا کولی چې بیا یې د جګړې مشروعیت نور هم له منځه ځي، ځکه طالبان روانې جګړې ته د جهاد نوم ورکوي او کله چې بهرنیان له دې پروسې ووځي، بیا خو جهاد نه دی، د واک جګړه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply