ناټو: طالبان بايد له ترهګرو سره اړیکې پرې او تاوتریخوالی کم کړي
ناټو سازمان وسلهوالو طالبانو ته په خپل يوه تازه پيغام کې ويلي چې له ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې او په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم کړي.
د دې سازمان غړيو هېوادونو دفاع وزیرانو پرون جمعه په خپله دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان روان وضیعت په اړه بحثونه کړي او په کې يې د وسلهوالو طالبانو له لوري روان تاوتريخوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د دغه سازمان عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ د يادې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ویلي چې د افغانستان روان امنیتي وضیعت د جدي اندېښنې وړ دی او په خبره یې اړتيا ده چې طالبان په دې هېواد کې روان تاوتریخوالی کم کړي.
سټولټنبرګ په دې اړه زیاته کړې:
«طالبان باید د روان تاوتریخوالي نه منونکې کچه کمه کړي او د اوربند کولو زمینه بايد برابره شي. هغوی باید له القاعده او نورو ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي. داسې چې افغانستان هېڅکله بیا زمونږ پر هېوادونو د ترهګریزو بریدونو د ترسراوي بستر په توګه ونه کارول شي.»
د نوموړي په خبره ناټو ځواکونه له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه افغانستان ته تللي او زياتوي چې له دغه هېواد څخه وتل به یې هم په شرایطو پورې اړه ولري. ناټو سازمان داسې مهال له وسلهوالو طالبانو د تاوتریخوالي کمولو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون غوښتنه کوي چې د افغان چارواکو په خبره دې ډلې تاوتريخوالی تر اخيري حد زيات کړی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320