بلوڅانو د پاکستان يوه نيول شوي عسکر ته د مرګ سزا ورکړه

0 1,099
د بلوڅو يوه ملتپاله ډله بلوچ يونايټيډ ارمي وايي، سرتېرو يې د پاکستاني پوځ يوه عسکر ته چې څه موده وړاندې دوی ژوندی نيولی و، نن د مرګ سزا ورکړې ده.
د دغې ډلې وياند مزار بلوڅ ويلي دي چې دغه پاکستانی عسکر طارق نومېده، د بهاولپور و او د اکټوبر پر څلرويشتمه نېټه د دوی سرتېرو په جګړه کې ژوندی نيولی و.
بلوڅ وايي، له نيول شي عسکر څخه تر پوښتنو ګروېږنو او د هغه تر خپل اقرار وروسته مالومه شوه چې د بلوچستان د ازادۍ مخه يې نيوله او نن د دوی محکمې ورته د مرګ سزا اورولې او سرتېرو يې پسې وژلی دی.
دی وايي، څوک چې هم د بلوچستان د ازادي په لار کې خنډ جوړېږي، سزا يې مرګ ده.
تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.
سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply