!راځی چې د میلاد النبی (ص) د رارسیدو په ویاړ سولي ته لبیک ووایو

سیدعبدالله پاچا

0 1,478

تر هر څه د مخه د حضرت سرور کاينات ، فخر موجودات .، د مبارک میلاد د رارسېدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او تېرو بیاد د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت ته مبارکي وایم .

در ربیع الاول (۱۲) مه چې د اسلام ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ص) د زوګړي او له دي فانې نړۍ څخه د رحلت ورځ ده . د افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هیوادونو کی د مسلمانانو له خوا لمانځل کیږی او د آن حضرت د زیږیدونه له امله خوشحالي کوی ، صدقې ورکوي ، خیراتونه ورکوي ، په جوماتونو او اسلامی مرکزونو کې غونډې جوړوي ، مجلسونه جوړي او د الله د رسول محمد (ص) د هر اړخیز ستر شخصیت په اړه خبرې کوی ، مقالي لولي ، بحثونه کوي او د هغه ستر پیغمبر سیرت بیانوی .

حضرت رسول اکرم په داسې زمانه کی دنیا ته راغی چی دنیا د ظلم او وحشت په تیارو کی ډوبه وه ، د عربستان په شبه جزیره کی ناداني دومره زیاته وه چی نجونې به یي ژوندۍ خښولې او د کار او تعلیم او نورو انساني حقونو د منلو خو سوال نه پیدا کیده …

رسوا الله مبارک د بې رحمی او جهالت په چاپیریال کې د اخوت ، محبت او عدالت ډیوې بلې کړې او د انسانیت د خپریده پیغام یې راوړ ، حضرت رسول اکرم نه یوازې د سولې په وخت کې ، بلکې د جګړي پرمهال به یې هم په هم په ښځو ، ماشومانو، بوډاګانو او ان په ونو او فصلونو باندې مهربان وو، او د هیر داسې جاویدانه ړڼا یې خپره کړه چی د رحمان بابا په قول چی وایې :

که ړڼا ده پیروی د محمد ده – کنه نشته په جهان بله ړڼا

موږ چې د داسې بی نظیر او لوړ شخصیت چی د هغه له برکته په ټولنه نرۍ کي ړنا خپره شوه ، د ظلم ، ستم ، بی عدالتی اوناخوالو ځای میني ، عدالت ، رحمت ، یووالي ، ورور ولی او ….. ونیوو د پیروي ویاړ لرو ، نو دا زمونږ ایماني وظیفه ده چی د هغه ستر میراث ته وفاداره واوسو ، د عدالت او اخوت لمن ټینګه ونیسو او په ټولنه کی د رحمت او عطوفت د ړڼا د څپرولو لپاره هڅه وکړو ، موږ د رسوال الله مبارک د پیروانو په حیث دښمني او عداوت شر بولو او په سوله او اخوت کی خیر وینو ، نو له همدې امله افغان مظلوم او کړیدل ولس د اسلام ستر پیامبر (ص) د مبارک میلاد په مناسبت یو ځل بیل له ټولو وسلوالو مخالفیونو څخه غواړي او غوشتنه لري چې نور دې له ورور وژني او دغې تحمیلی جګړی ته چی د نورو لخوا پر افغانانو تپل شوي لاس واخلي او هغه بین الافغانی مذاکرات او د سولی بهیر چې د حکومت لخواه دوي ته اعلان شوي ، لبیګ ووایي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي ، ځکه چی الله تعالی په څپل عظیم کتاب قرآنکریم کی فرمایلي ( والصح خیر ) یعني په سوله کی خیر دی .

په پای کی یو ځل بیا په وسلوالو مخالفینو دا غږ کوو چی ، ستاسو او د ملت او مسلمانانو خیر په دې کی نه دی چې وطنونه مو کنډواله شي او خلک مو در په دره او نورو ته محتاج پاتې شي ، بلکی بر عکس ، زموږ ټولو خیر د الهی احکامو په پلی کیدو او د رسول الله مبارک د لارې معنی د سولې ، و رحم او د اخوت د لارې پیروي کی دی ، نو راځی چې د الهی احکامو او د څپل ګران او خوږ پیامبر (ص) د لاری په تغقیبدو سره د دنیا او آخرت سعادت ځانته نصیب کړو .

په ګران افغانستان کی د یوې تلباتی سولې په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply