افغانستان د اوربند په اړه د پاکستان او اروپايي ټولنې له اعلاميې هرکلی وکړ

0 753

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت تازه په دې اړه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د تاوتريخوالي کمولو او اوربند په اړه د همکارو ټولنو او هېوادونو دا ډول غوښتنې کولی شي چې د افغانستان سولې پروسه چټکه او بريالۍ کړي.

اعلاميه زياتوي چې په سیمه‌ییزه کچه د ترهګرۍ، ناقانونه کډوالۍ او د نشه‌يي توکو او انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه کې د سولې مذاکراتو د رول په رسمیت پېژندل او د سولې مذاکراتو بریالیتوب لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کول خورا مهم دي.

د اروپايي ټولنې بهرني سياست او امنيتي تګلارې استازي جوزف بورېل د پاکستان له بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره د خبرو پرمهال ټينګار کړی چې دا مهال په افغانستان کې يوه بشردوستانه اوربند کولو ته جدي اړتيا ده چې دواړه لوري بايد ورته پام وکړي.

دوی د خپلو خبرو پرمهال په تېرو اخترونو کې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ درې ځله شوی اوربند ستايلی او زياته کړې يې ده چې په راتلونکي کې ورته بشري اوربند د باور جوړونې او مرګ ژوبلې مخنيوي په هدف د دواړو لوريو ترمنځ مهم عنصر دی.

خو طالب چارواکو بيا اوربند د جګړې پر عواملو پورې محدود بللی او زياته کړې يې ده چې د يادو عواملو له منځه وړلو پرته دغه ډله اوربند کولو ته نه ده چمتوو.

دا مهال په افغانستان کې په ورځنۍ توګه د جګړې شدت له کبله د ښکېلو خواوو او ملکي مرګ ژوبلې کچه لوړ حد ته رسېدلې او له همدې کبله د اروپايي ټولنې په شمول ملګري ملتونه، امريکا، د سيمې او نړۍ ګڼ هېوادونه په افغانستان کې د بشري اوربند غوښتنه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply