د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون

جان روان ځاځی

0 767

د چين نړيوال وارداتي نندارتون د وارداتو ترعنوان لاندې د نړيوالو همکاريو لوی ډګر بلل کیږي، چې تر اوسه دوه ځلې ترسره شوی دی.

د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر د څلورمې نېټې په ماښام د دې هيواد په شانګهای ښار کې پرانيستل شو، چې تر لسمې نېټې پورې به دوام ولري. شانګهای ښار د چين د اقتصاد، ترافيک، تخنيک، صنعت، ماليې او سوداګرۍ او هوايي چارو مرکز بلل کيږي.

د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون په داسې حال کې ترسره کيږي، چې کورونا وبا پر ګردې نړۍ منګولې ښخې کړي او د ډېرو هيوادونو اقتصادي ودې يې مخ پر ځوړ روانې کړي دي او نړيوال اقتصاد يې ځپلی دی. د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون د کورونا وبا له رامنځته کېدو راهیسې په ګردې نړۍ کې لومړی لوی نړيوال تجارتي فعاليت بلل کيږي، چې په سلګونو نړيوالو تصديو پکې ګډون کړی دی.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه نندارتون په پرانیستونکو مراسمو کې ويډيويي وينا وکړه. نوموړي وويل، چې تاریخ ته په کتو بشري ټولنه هميشه له خطرونو، ننګونو او ستونزو سره مخ  شوې، خو بیا یې هم دوامدار پرمختګ کړی دی، نړيواله ټولنه دې په ګډه اوسنۍ ستونزې حل کړي، همکارۍ او نظر تبادلې دې وساتي او ورخلاصون دې پراخ او ټولو ته دې په خپله غېږه کې ځای ورکړي.

هغه وویل، چې چين شاوخوا يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه نفوس او په نړۍ کې تر ټولو لوی پټ قوت لرونکی بازار لري او وړاندوينه کېږي، چې په راتلونکو ۱۰ کلونو کې به د دغه هيواد د وارداتي توليداتو ارزښت له ۲۲۰۰۰ ميليارډو امریکايي ډالرو څخه زيات شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د کورونا وبا پر وړاندې روانې مبارزې کې د چين نسبي بريا ته په اشارې وویل، چې چينايانو د خپلو نه ستومانه کېدوونکو کوښښونو په رڼا کې د کورونا وبا پرضد مبارزه کې د ليدو وړ برياليتوب ترلاسه کړی او اوس د چين اقتصاد د ثابت پرمختګ او ښه کېدو په حال کې دی. هغه زياته کړه، چې چين به د ورخلاصون، همکارۍ، يووالي او ګډو ګټو پر اصلي افکارو او په هره ساحه کې پر ورخلاصون ټينګار وکړي او د چين په دننه او بهر کې به د بازارونو د نښلولو او د منابعو د شريکولو د پياوړتيا لپاره لا زياتې هڅې وکړي، څو د نړيوال، ګډ او برخمن بازار په توګه د چين بازار اباد شي او د نړيوالې ټولنې د پرمختګ لپاره لا زيات خوځنده ځواک وړاندې کړي.

هغه پر لويو هيوادونو غږ وکړ، چې د نړيوالو ستونزو په لرې کولو کې خپل مسؤلیت ادا کړي او لارښوونکی رول دې ولوبوي، عمده اقتصادي ځواکونه بايد د چارو نمونې وګرځي او پرمختيايي هېوادونه بايد فعال کوښښونه وکړي او یو بل ته دې لاس ورکړي، څو ټول ګډ پرمختګ ومومي.

چين غواړي، خپل بازار ته د نورو هېوادونو او سيمو د غوره توليداتو د ننوتلو او د بېلا بېلو نړيوالو شرکتونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره يوه صحنه برابره کړي او دغه نندارتون د نړيوالو شرکتونو لپاره يو ښه فرصت بولي، چې خپل توليدات د چين بازار او مشتريانو ته ور وپيژني.

د مالوماتو له مخې د افغانستان پنځو تصديو د چين په درېيم نړيوال وارداتي نندارتون کې ځانګړې غرفې جوړې کړي او د زعفرانو، لاجورد، غاليو او وچو ميوو په شمول ډول ډول افغاني توليدات يې د چين او نړۍ شرکتونو او نندارچيانو پرمخ نندارې ته وړاندې کړې دي.

د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون ځانګړتياوې دا ښودل شوي، چې مساحت يې د تېرو دوو وارداتي نندارتونونو په پرتله ۳۰ زره متره مربع زيات دی او لسګونو تصديو پکې په لومړي ځل ګډون کړی دی او بله دا چې په دغه نندارتون کې به د سوداګرو د توکو د خرڅلاو ژوندۍ خپرونې هم روانې وي.

د نړۍ په هغو ۵۰۰ ډېرو غښتلو شرکتونو کې، چې د تېرو دوو دورو په نړيوالو وارداتي نندارتونونو کې يې ګډون کړی و، تر ۷۰ سلنې زيات يې په سږني نندارتون کې ګډون لري او هيله لري، چې په روان ځانګړي  کال کې په چيني بازارونو کې د ګټو زيات فرصتونه ومومي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply