د پامير سینما د لومړي پوړ قرارداد فسخه کېدو دولت میلیونونه افغانۍ زیانمن کړی

احمد صهیب حسرت

0 706

کابل (پژواک،۱۵ لړم ۹۹): د دولتي املاکو ریاست عایدات له مالیې وزارت څخه د ښارجوړونې وزارت ته تر لېږد وروسته یواځي په پنځو هغو مواردو کې چې اسناد يې پژواک ترلاسه کړي، شاوخوا ۳۲ میلیون افغانۍ کم شوي دي

د اسنادو کاپي ښيي چې د کابل د سینمای پامېر د لومړي پوړ د کرایې د قرارداد لغوه کېدل، د کابل د هوايي ډګر د تبلیغاتو، د کابل د بګرامي د سرتپې سیمې د تېلو ټانک او د کابل پوهنتون د کفتریا په ټيټه کرایه ورکول د یادې برخې د عایداتو د کمښت د لاملونو بېلګې دي.

د دولتي املاکو عمومي ریاست د ولسمشر په فرمان د ۱۳۹۸ کال په چنګاښ میاشت کې له مالیې وزارت څخه د ښارجوړولو او ځمکو وزارت ته انتقال شوی دی.

د سینمای پامير د لاندني پوړ کرایه:

د هغه جدول پر اساس چې یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته ورکړی د سینمای پامير په لاندني پوړ کې چې د دولت مالکیت دی، څلور مغازې، یو د فوتوکاپۍ ځای، د سینما سالون او یو رستورانت موجود دي.

د جدول په اساس د قرارداد له لغوه کېدو مخکې د لومړني پوړ میاشتنۍ کرایه له یو میلیون او ۱۴۸ زره افغانيو څخه ډېره وه، خو د قرارداد له لغوه کېدو وروسته چې د ۱۳۹۷ کال د کب په ۲۳ مه نېټه لغوه شوی له دغه پوړ څخه له یو کال او شپږ میاشتو د ډېر وخت لپاره استفاده نه کېږي.

نو ځکه ویلای شو چې د قرارداد له لغوه کېدو وروسته تر اوسه دولت له دې امله له ۲۱،۸ میلیون افغانۍ ډېر زیانمن شوی دی.

یاد قراردادونه د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د سرپرست محمد جواد پیکار په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ ترسره شوي وو.

په وړاندیز کې ویل شوي چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت اوسنۍ سیمه چې په مکروریانو کې موقعیت لري، د عامه او خصوصي مشارکت له لارې دې د استوګنې کورونو لپاره ځانګړې شي او د ښار جوړولو وزارت ټولې ادارې دې چې په درېیم مکروریانو کې موقعیت لري، د سینمای پامير ۱۴ پوړیزې ودانۍ ته انتقال شي.

په دغه وړاندیز کې راغلي:”د یادې ودانۍ د کرایې او اجارې ټول قراردادونو دې لغوه شي او هغه کورونه چې د یاد وزارت واحدونه ترې استفاده کوي، بل ځای ته د هغو د لېږد لپاره به هدایت صادر کړي.”

په دغه وړاندیز کې راغلي، د ښارجوړونې وزارت له انتقال مخکې دې د سینمای پامير ۱۴ پوړیزه ودانۍ د مالیې وزارت په همکارۍ د هغې افغاني ساختماني تصدۍ له خوا ترمیم او بیاورغول شي چې مخکې یې جوړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ښارجوړلو او ځمکو وزارت دولت ته د میلیونونه افغانيو زیان اړولو لامل شوی دی، خو د ښارجوړولو او ځمکو وزارت ویاند حشمت الله ناصري په دې اړه چې ولې د سینمای پامير ودانۍ تر اوسه نه ده ترمیم شوې او دغه وزارت هلته نه دی انتقال شوی، په داسې حال کې چې له دې امله دولت ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی، وویل، د دې ودانۍ د باندنۍ برخې د ترمیم چارې د دستګاه افغاني تصدۍ له خوا بشپړې شوې او د ودانۍ د داخلي برخې د ترمیم براورد او ډیزاین هم ترسره شوی خو د بودجې د کمښت له امله یې کارونه ځنډېدلي دي؛ ځکه د بودجې د طرحې تعدیل له امله د یادې برخې بودجه هم په هغې بودجه کې شامله ده چې د حکومت د تصمیم پر اساس له کرونا ویروس سره مبارزې ته ځانګړې شوې ده.

د کابل پوهنتون کفټریا:

د کابل پوهنتون کفتریا د پخوا په پرتله ۵۱۳ زره افغانۍ په میاشتنۍ ټيټه کرایه ورکړل شوې ده.

د سند کاپي ښيي چې د کابل پوهنتون کفتریا ښارجوړولو وزارت ته د دغه ریاست له انتقال مخکې په۸۵۳۰۰۰ افغانۍ میاشتنۍ کرایه ورکړل شوې وه خو اوس د یو بل سند له مخې د روان کال د غبرګولي په ۲۸مه د ښارجوړولو وزارت له خوا په ۳۴۰۰۰۰ افغانۍ میاشتنۍ کرایه ورکړل شوې ده.

د کفټریا پخوانۍ او اوسنۍ کرایې ته په کتو د روان کال د تلې میاشتې تر پایه په دې برخه کې د دولت عایدات له دوو میلیونو افغانیو ډېر کم شوي دي.

خو د ښارجوړولو وزارت د دولتي ملکیتونو د خصصوي کولو عمومي رییس وحیدالرحمان رحماني وايي، د کابل پوهنتون د کفتریا قرارداد له مخکني قراردادي سره د هغه غوښتنې پر اساس لغوه شوی دی؛ ځکه قراردادي وېیل چې ۸۵۳۰۰۰ افغانۍ کرایه نه شي ورکولای.

د کابل پوهنتون د کفتریا پخوانی قراردادي دین محمد وايي:”د قرارداد له پای ته رسېدو وروسته یې داسې مهال ماته د قرارداد د تمدید وویل چې د محصلینو ژمنۍ رخصتۍ ته یوه میاشت پاتې وه او دغه راز وضعیت کرونايي و، ما هغه مهال قرارداد تمدید نه کړ.”

خو د نوموړي په خبره، کله چې کفتریا داوطلبۍ ته وړاندې شوې وه دی نه و خبر او په داسې حال کې یې له بل کس سره په ټيټه بیه (۳۴۰۰۰۰ افغانۍ) قرارداد شوی چې دی تیار و همدغه کفتریا په ۸۵۳۰۰۰ افغانۍ اجاره کړي.

هغه پژواک ته د یوه مکتوب کاپي هم ورکړه چې د ښارجوړونې وزارت سرپرست محمود کرزي د اوسني قرارداد د لغوه کېدو او له لومړني قراردادي سره د هغه د تازه قرارداد غوښتنه کړې ده.

په دغه مکتوب کې راغلي: ” په یاد قرارداد کې د دولت د ګټو لومړیتوب او له دریايي لمټډ شرکت[د دین محمد اړوند شرکت] سره په قرارداد کې د دولت دعوایدو ۵۰ سلنه کمښت ته په کتو دې ژر تر ژره د اوسنى تړون لغوه او د کفتریا له مخکني اجاره دار (دین محمد د حاجي فیض محمد زوی سره اصولي اقدام وشي او په دې اړه دې بېرته وزارت ته راپور ورکړل شي.”

خو د ښارجوړونې وزارت د دولتي ملکیتونو د خصوصي کولو عمومي رییس وحیدالرحمن رحماني وايي، پخواني قراردادي په یو ډول وزارت غافل کړی او د ښارجوړونې وزارت د دولتي ملکیتونو د خصوصي کولو عمومي ریاست په دې اړه وزارت مقام ته مفصل راپور لېږلی او د وزارت مقام له امر وروسته به په دې اړه تصمیم ونیول شي.

د نوموړي په خبره، د قرارداد له لغوه کېدو وروسته یاده کفټریا د داوطلبۍ له لارې بل کس ته په داسې حال کې په ۳۴۰۰۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوه چې د کابل پوهنتون ریاست هم خبر و.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا په داسې حال کې ده چې په کابل پوهنتون کې دوې نورې سیمې چې خوراکي توکي په کې پلورل کېږي، مخکې په ۶۹۸۷ افغانۍ میاشتۍ کرایه ورکړل شوې وه، خو اوس په ۹۸,۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

د بګراميو تپه کې د تېلو ټانک قرارداد:

د یو بل سند له مخې، د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند بګرامي سیمه کې د تېلو دوه دولتي ټانکونه فعالیت لري چې یو له ۱۹۵زره او بل له ۱۹زره افغانۍ په ډېره کرایه ورکړل شوي دي.

د سند کاپي په ډاګه کوي چې له یادو دوو ټانکونو څخه یو یې په ۱۳۹۷ کال کې د خان محمد په نوم یو کس ته په ۱۹۵۶۰۰ افغانۍ خو دویم د تېلو ټانک بیا په ۱۳۹۷ کال کې د بشير په نوم یو کس ته په ۱۹۳۴۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوي دي. د یادو دوو ټانکو په کرایه کې داسې مهال له ۱۷۶زره افغانۍ ډېر توپیر موجود دی چې دواړه د تېلو ټانکونه په یوه سیمه کې فعالیت لري.

خو رحماني وویل، د تېلو د لومړي ټانک قرارداد په ۱۳۹۷ کال کې د داوطلبۍ پر اساس په لوړه بیه نیول شوی و او دویم ټانک چې په ۲۳۵۰۰ افغانۍ وو، په ۱۳۹۷ کال کې د املاکو د تخنیکي کمېسیون د پرېکړې پر اساس په ۱۹۳۴۰ افغانۍ ورکړل شو.

نوموړي په دې اړه چې ولې د تېلو دویم ټانک په کمه کرایه ورکړل شوی؟ وویل، په لومړني قرارداد کې ورکړل شوې سیمه ۲۰۰۰ متره مربع وه خو اوس د سړک د پراخېدو له امله ۱۵۷۰ متره مربع پاتې ده؛ ځکه د دې ځمکې یوه برخه سړک نیولې ده.

د حامد کرزي په هوايي ډګر کې تبلیغات:

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د تبلیغاتو ځای مخکې د ملکي هوايي چلند ادارې له خوا «ایفل» شرکت ته في متر مربع په ۴۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوی و خو د قرارداد له پای ته رسېدو وروسته د روان کال په غبرګولي میاشت کې د ښارجوړولو وزارت د خصوصي کولو عمومي ریاست له خوا یو متر مربع ساحه په ۱۵۰۰ افغانې د پنځو کلونو لپاره ورکړل شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، د اعلاناتو یاد مساحت په ټولیز ډول ۴۷۹ متر مربع دی نو مخکني او اوسني قراردادونو ته په کتو په څلورو میاشتو کې په یاده برخه کې د دولت عایدات پنځه میلیون او له ۷۴۰ زره افغانۍ ډېر کم شوي دي.

خو رحماني وايي، د هوايي ډګر د تبلیغاتو سیمه شپږ ځلې داوطلبۍ ته وړاندې شوه خو په اووم ځل یې د پنځو کلونو لپاره له یوه شرکت سره د ۷۴۱۰۰۰ ټولیزې میاشتنۍ کرایې په بدل کې قرارداد وشو، ځکه تر دې په قیمته بیه یې څوک قرارداد ته نه حاضرېدل.

شرط پاڼه:

شرط پاڼه هغه سند دی چې د تدارکاتو ادارې له خوا صادرېږي او په هغه کې د توکو کمیت، کیفیت او ځانګړتیاوې، د تدارکاتو او برابرېدو وړ غیر مشورتي خدمتونه او ساختماني چارې او د افر طریقه او شرایط روښانه کېږي.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي د جدول په وړاندې کولو وايي، مالیې وزارت په ۱۳۹۷ کال کې په دولتي ملکیتونو کې د ګډون د داوطلبۍ لپاره د شرط پاڼو د وېش له مدرکه تر یو میلیون او ۹۴۱ زره ډېرې افغانۍ ترلاسه کړې وې، خو د ښارجوړولو وزارت په ۱۳۹۸ کال کې له دې درکه ۱۵ زره افغانۍ عایدات ترلاسه کړي.

خو د ښارجوړولو وزارت د دولتي ملکیتونو د خصوصي کولو عمومي رییس وحیدالرحمان رحماني یادې څرګندونې رد کړې او ویې ویل، د ښارجوړولو وزارت په ۱۳۹۸ کال کې د شرط پاڼو له مدرکه ۲۴۱زره افغانۍ عاید لري.

مالیه وزارت وايي، سیستم په جلا توګه د شرط پاڼو برخې عایدات نه مشخص کوي خو په ټولیز ډول د املاکو برخې عایدات وړاندې کولای شي.

یاد موارد په داسې حال کې دي چې د تدارکاتو قانون د ۶۲ مې مادې په لومړۍ فقره کې راغلي: “اداره کولای شي منقول او د دوی له اړتیا څخه زیات غیرمنقول توکي د اړتیا د نه لرلو څخه له ډاډ او په نورو ادارو کې  تر استفادې وروسته د اړوند قوانینو د احکامو مطابق د مالیې وزارت د داوطلبۍ له لارې لیلام یا نورو هغو لارو څخه چې د دولت لپاره ډېره ګټه لاسته راوړي وپلوري، په اجازه او یا یې په کرایه ورکړي. “

د مالیې وزارت غبرګون:

د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي وايي، د مالیې وزارت د افمېس سیستم له مخې، د املاکو ریاست په ۱۳۹۸ مالي کال کې هغه مهال چې د دغه وزارت په چوکاټ کې یې فعالیت درلود، یو میلیارد، ۶۴ میلیونه او ۹۶۶زره افغانۍ عایدات لرل. افمېس کمپیوټري سیستم دی چې له لارې یې مالیې وزارت ته د دولتي ادارو عایدات او لګښتونه معلومېږي.

مسجدي د املاک ریاست د ۱۳۹۸ مالي کال د عایداتو په اړه وویل، د دغه ریاست عایدات د ۱۳۹۸ کال تر چنګاښ میاشتې له ۷۵۰ میلیون او ۱۹۰ زره افغانۍ پورې رسېدل. خو تر چنګاښ میاشتې وروسته د املاکو ریاست د روان کال د عایداتو په اړه معلومات نه لري؛ ځکه ښارجوړولو وزارت ته د یاد ریاست تر انتقال وروسته د ځمکو، ښارجوړولو او املاکو ادارې عایدات د ښارجوړولو په یوه بانکي حساب کې ټول شوي او دی یې په اړه معلومات نه شي وړاندې کولای.

د ښارجوړولو وزارت د املاکو ریاست د ۱۳۹۸ کال د کلنیو عایداتو په اړه ولسمشری ریاست ته راپور وړاندې کړی دی. دغه راپور ښيي چې په ۱۳۹۷ کال کې د دولتي املاکو عایدات تر یو میلیارد او ۳۲ میلیون افغانۍ رسېږي او د ۱۳۹۸ کال عایدات د تېر کال په پرتله ۳۲ میلیون افغانۍ کم شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply