اسټراليا د خپلو سرتېرو له لوري ۳۹ افغانانو وژنه جرم وباله

0 825

د اسټراليا دفاع وزارت پرون د هغو څېړنو پايلې خپرې کړې چې په افغانستان کې يې د خپلو ځواکونو له لوري د ترسره شويو جنګي جرمونو په اړه پيل کړې وې.

د پايلو په اړه په خپاره شوي راپور کې راغلي، د جنګي جرمونو په تړاو پايلې ته د رسېدو په هدف ټول‌ټال ۷۵ پېښې څېړل شوي او په اړه يې له شاوخوا ۳سوه تنو شاهدانو سره خبرې شوې دي. د يادو پېښو په څېړلو سره جوته شوې چې ۳۹تنه بې‌ګناه افغانان د اسټراليايي ځواکونو له لوري د جنګي اصولو او قانون خلاف وژل شوي دي.

د اسټراليا دفاع وزارت په راپور کې زياته شوې، دا پېښې داسې مهال رامنځته شوي چې د جګړې وضعيت تر هغې کچې نه و تود چې له کبله دې يې ملکي افغانان ته زيان واوړي. د يادو پايلو په ترلاسه کېدو سره د دغه هېواد لوی درستز انګس کمپبل وايي، اسټراليايي پوځيانو په افغانستان کې د ملکي وګړو وژنې پرمهال قانون مات کړی او د پوځي چلند او مسلکي اصولو خلاف عمل يې کړی دی.

نوموړی په دې اړه له افغانان بښنه غواړي او وايي: «راپور کې دا ادعا شوې چې ۳۹ افغان بندیان، بزګر او ملکي وګړي په ناقانونه توګه د ۲۵ سرتېرو له خوا وژل شوي دي.»

سکات موریسن د استرالیا لومړی وزیر

له دې سره د اسټراليا لومړي وزير سکاټ مورېسن له تېر ماښام له افغان ولسمشر غني سره پر ټليفون خبرې کړي او د اسټراليايي ځواکونو له لوري يې د ۳۹ افغانانو د وژل کېدو له امله خواشيني ښودلې ده.

د ارګ په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د استرالیا لومړي وزیر سکات مورېسن د خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ ولسمشر غني ته په سمه توګه د يادو قضيو د تعقيب او په کې د عدالت پلي کېدنې په اړه ډاډ ورکړی دی په خبرپاڼه کې په دې اړه ويل شوي:

«د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزارت ته په دې اړه استول شوي لیک کې د افغانستان حکومت څخه د خپلو عسکرو د دغه ناوړه چلند بښنه غوښتې او د خپلو امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو راوستلو یادونه یې کړې.»

دا مهال اسټراليا په افغانستان کې ۴سوه سرتېري لري چې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې او سلا ورکولو ماموريت مخته وړي. اسټراليا داسې مهال په افغانستان کې د خپلو سرتېرو له لوري ترسره شوي جنګي جنايتونه څېړلي چې له دې وړاندې د هاګ نړيوالې محکمې هم په افغانستان کې د ټولو بهرنيو ځواکونو له لوري د ترسره شويو جنګي جنايتونو د څېړنې په اړه غږ پورته کړ، خو دا کار بيا د امريکا متحده ايالاتو له لوري له نيوکو او غبرګون سره مخ شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply