پر کابل ښار توغنديز بريد کې د وژل شويو شمېر ۸کسانو ته پورته شو

0 843

کورنيو چارو وزارت له لوري خپاره شوي مالومات ښيي چې پر کابل ښار د شنبې ورځې په توغنديز بريد کې ټول‌ټال ۲۳ توغندي توغول شوي او په ترڅ کې يې ۸تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان دي.

دغه وزارت په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، دا بريد سهار مهال ۸نيمې بجې شوی او ۲۳ توغندي د ښار ۹،۲،۱۶،۱۱،۱۵،۱۰ امنيتي حوزو اړوند سيمو لګېدلي دي. د خبرپاڼې له مخې دا توغندي پر استوګنيزو او د خلکو ګڼې‌ګوڼې پر سيمو لګېدلي دي چې له همدې کبله ټوله مرګ ژوبله هم ملکي وګړو ته اوښتې ده.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې:

۱۵ حوزه: ۳ توغندي لګېدلي چې مرګ ژوبله نه ده په کې اوښتې.

۱۶ حوزه: ۱ توغندی لګېدلی چې یو کس په کې وژل شوی او ۴ ټپیان شوي دي.

۲ حوزه: ۴ توغندي لګېدلي چې ۱ کس په کې وژل شوی او ۱۰ ټپیان دي.

۱۰ حوزه: ۷ توغندي لګېدلي، چې ۳ کسان یې وژلي او درې نور ټپیان دي.

۹ حوزه: یو توغندی لګېدلی چې ۲ کسان په کې ټپیان شوي.

۱۱ حوزه: ۴ توغندي لګېدلي، ۳ کسان په کې وژل شوي او ۱۲تنه نور ټپيان شوي دي.

پر کابل ښار دا بريد پر ولسمشر غني سربېره په کابل کې د امريکا، برېتانيا، ايران او يو شمېر نورو هېوادونو سفارتونو غندلی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply