ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ملګري ملتونه دې په واقعي مانا د سولې په تړاو مذاکراتو ته د وسله‌والو حاضرېدو په موخه، پر دغه ډله يو لړ بنديزونه وضعه کړي.

نوموړي چې تېره شپه يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډې ته د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې کولې وويل، دغه بنديزونه یوازې هغه مهال اغېزناک واقع کېدای شي چې د سولې روان بهیر په میکانېزم کې هر بدلون په ياده پروسه کې د ملموس پرمختګ پر بنسټ وي.

ولسمشر غني سولې ته رسېدل د افغان دولت لومړيتوب وباله او ټينګار يې وکړ چې د ملګرو ملتونو سازمان دې يو وار بيا پر وسله‌والو طالبانو د اوربند کولو غږ وکړي. له ارګ څخه د ولسمشر غني دې څرګندونو په اړه خپره شوې خبرپاڼه کې زياته شوې:

«د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا له جګړې د خلاصون لپاره په تېرو دوو لسیزو کې د یو باثباته ملاتړي په توګه زموږ حمایت کړی او په دې برخه کې ستاسو د پاملرنې د دوام، هڅو، شفافیت او دوامداره پرېکړه لیکونو مننه کوم.»

په داسې حال کې چې د سولې له بحث سره سم په افغانستان کې د جګړې شدت هم زيات شوی افغان حکومت هڅه کوي چې له سياسي لارو د تاوتريخوالي کمولو ترڅنګ پايدارې سولې ته د رسېدو په موخه سيمه‌ييزه او نړيواله اجماع هم ثابته وساتي.

دې هڅو ته په پام ولسمشر غني ټينګار کوي چې د جګړې د پایته رسېدو، بیا ادغام، سولې او پایداره ثبات، بشري حقونو ته د درناوي او له ټولو مهم دا چې افغانستان بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه شي، له افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان ملاتړ او ژمنتیا مهمه بولي.

ولسمشر غني په دې اړه زياته کړه: «د افغانستان د سولې په اړه نننۍ غونډه د دې ښودونه کوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سولې او ثبات ته د افغانستان د رسېدو لپاره پیاوړې ژمنتیا لري.»

ولسمشر غني دغه راز له افغان دولت په هر اړخيزه برخه کې د نړيوالې ملاتړ او د همکاريو دوام په ستاينې سره زياته کړه چې دامهال دغه ټولنه دې نتیجې ته رسېدلې چې افغانستان د جګړې ختمولو په هدف یوې سیاسي حل‌لارې ته ورسېږي.

د افغانستان سولې په اړه د ولسمشر غني دا څرګندونې داسې مهال دي چې ۲ ورځې وړاندې د پاکستان لومړې وزير عمران خان هم د خپل سفر په ترڅ کې ډاډ ورکړ، هېواد به يې د افغانستان سولې په برخه کې له هغه څه زياته همکاري وکړي چې افغان ولس يې تمه لري.

له دې سره ځينو سرچينو هم رسنيو ته تائيد کړې چې له اوږده ځنډ وروسته په قطر کې افغان حکومت او طالب مرکچيان د سولې مخامخ مذاکراتو په هدف طرزالعمل بشپړ او په اړه يې هوکړې ته رسېدلي دي.

که څه هم تر اوسه په دې اړه هېڅ لوري جزيات نه دي ورکړي، خو سرچينو ويلي چې د ياد طرزالعمل لومړنی اساس د قطر هوکړه او دويمه هغه يې بيا د افغان ولس غوښتنې او اراده ده.