عرب نيوز: د القاعده مشر ايمن الظواهري په افغانستان کې وژل شوی

0 730

عرب نيوز په خپل يوه راپور کې چې پرون يې خپور کړی ويلي، د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په افغانستان کې د يادې شبکې خلاف عملياتو پرمهال وژل شوی دی.

په راپور کې ويل شوي چې د نوموړي وژل کېدو خبر ورته د افغانستان او پاکستان ۴ امنيتي سرچينو تائيد کړی او د يادو سرچينو د مالوماتو په اساس يې مالومه کړې چې نوموړی په روانه نومبر مياشت کې وژل شوی دی.

عرب نيوز د يادو سرچينو په حواله چې له رسنيو سره يې د خبرو واک نه درلود زياته کړې چې د القاعده شبکې مشر يمن الظواهري د افغانستان په غزني ولايت کې وژل شوی دی. د راپور له مخې، د اوسامه بن‌لادن زوی حمزه بن‌لادن او ابو محمد المصري چې تېره مياشت په ايران کې ووژل شو، هغه دوه کسان وو چې له وړاندې ټاکل شوې وه يو يې د الظواهري ځای ناستي په توګه غوره شي.

د الظواهري د وژل کېدو راپور وروسته تر هغې ورکول کېږي چې په ټولنيزو رسنيو کې په دې اړه بحثونه خورا ګرم شوي وو. خو امريکا متحده ايالايتو تېره اوونۍ اسوشيېټيډ پرېس ته د الظواهري د وژنې په اړه ويلي و چې د اوس لپاره ياده موضوع نه شي تائيدولی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply