طالبان د امریکا لخوا پر خونړي ځپلو ګواښل شوي

سيحون خبري اژانس

0 739

سيحون خبري اژانس

د امريکا د بهرنيو چارو وزير وسله‌والو طالبانو ته ګواښ کړی که دغه ډله له تاوتريخوالي لاس وانخلي، نو د  مذاکراتو دروازه به بنده او د امريکا جنګي الوتکې به یوځل بيا د طالب جنګياليو د ځپلو لپاره افغانستان ته واستول شي.
يوې باوري سرچينې سيحون خبري آژانس ته ويلي چې مايک پمپيو له ګواښه ډکه دغه څرګندونې تېره ورځ د ليندۍ پر لومړۍ نېټه په قطرکې د طالبانو مرکچي پلاوي له غړيو سره په کتنه کې کړي او ټينګار يې کړی چې د ولسمشر ټرمپ پيغام په همدغه يوه جمله کې خلاصه کيږي.
د يادې سرچينې په وينا، د امريکا بهرنيو چارو وزير په دغه کتنه کې د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته په اشارې سره ويلي: «په افغانستان کې د تاوتريخوالي دوام او د سولې پروسې ناکامېدو، منفي اغيزې کړي او له همدې کبله ډونالډ ټرامپ د سولې له پروسې په بشپړه توګه ناراض دی.»
سرچينې سيحون خبري آژانس ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په حواله ويلي چې د مذاکراتو دواړه لوري دې په خورا نرمښت سره دغه خبرې اترې مخ ته يوسې او ژر دې دغه مذاکرات يوې پایلې ته ورسوي.
دغه راز د وسله‌والو طالبانو د مرکچي پلاوي يوه غړي هم سيحون خبري اژانس ته تائيد کړې چې په دې ليدنه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو لهجه خورا توند او ګواښوونکې وه. د طالبانو مرکچي پلاوي دې غړي له سيحون سره په خبرو کې زياته کړه: «د امريکا بهرنيو چارو وزير د مذاکراتو دواړو لوريو ته د ډونالډ ټرمپ پيغام راوړی و او د افغانستان ستونزې پر حل يې ټينګار کاوه.»
له دې سره د افغانستان اسلامي جمهوريت مرکچي پلاوي يو غړی هم سيحون ته مني چې مايک پمپيو په افغانستان کې د تاوتريخوالي زياتېدو او دغه راز د سولې پروسې ځنډېدو له کبله خفه وو. سيحون خبري اژانس هڅه وکړه چې د حکومت او په قطر کې د وسله‌والو طالبانو سياسي دفتر له وياند سره هم په دې اړه وغږېږي، خو له هڅو سره سره هېڅ لوری خبرو کولو ته حاضر نه شول. د سيحون خبري اژانس دغه موندنې داسې مهال خپرېږي چې له دې وړاندې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار ټينګار کړی، که چېرته يوخل بيا په افغانستان کې د امريکا ګټې وګواښل شي؛ نو دغه هېواد به په چټک ډول د خپلو جنګي الوتکو پر مټ د ترهګرو خوندي ځایونه په نښه کوي.
سيحون خبري اژانس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply