دفاع وزارت: پر کابل ښار د توغندیز برید مخه ونیول شوه

0 795

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په کابل ښار یې د توغندیز برید مخه نیولې ده.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د پغمان ولسوالۍ په قلعه قاضي سیمه کې یې څلور د بي ام یو توغندي مرمۍ کشف کړي دي. سرچینه وايي، ددغه توغندیو په نیولو سره یې په کابل ښار د توغندیز برید مخنیوی کړی دی. دفاع وزارت خبرپاڼه کې ندي ویل شوي چې د نیول شویو مرمیو په تړاو یې څوک نیولي دي او کنه؟

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې پر کابل ښار ۲۴ توغندي وتوغول شول او په له کبله یې ۱۰ تنو ژوند وبایله او شاوخوا ۵۱ نور ټپیان شول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply