د شلو صعنتي هيوادونو ۱۵مه سرمشريزه

جان روان ځاځی

0 792

د شلو صنعتي هيوادونو سازمان (G20)  د مشرانو ۱۵مه دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه د نومبر په ۲۱ او ۲۲مه نېټه د سعودي عربستان په کوربتوب انلاين ترسره شوه.

 دغه غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې کورونا وبا د نړۍ کونج کونج ته ځان رسولی او د ګردو هيوادونو پر وړاندې يې سختې اقتصادي ستونزې را ولاړې کړي او د نړيوال اقتصاد ستنې يې لړزولې دي.

د شلو صنعتي هيوادونو لومړۍ سرمشریزه غونډه په ۲۰۰۸م کال کې وشوه، چې هغه مهال نړۍ په سخت اقتصادي کړکېچ کې راګيره وه.  د دغو هيوادونو دنده دا وه، چې نړيوال اقتصاد له بې ساري پولي بحران څخه وژغوري، خو نړيوال اوس تر ياد اقتصادي بحران ډېر سخت کړکېچ کې راګير دي او ياد هيوادونه يې د حل  لارې لټوي.                                                        د شلو صنعتي هيوادونو (G20) مشرانو د روان کال په  مارچ کې د کوویډـ۱۹ پر وړاندې د مبارزې په ځانګړې غونډې کې ژمنه کړې وه، چې په ټول توان به د دغه ويروس پر وړاندې مبارزه کوي او د انسانانو ژوند به ژغوري.

د شلو صعنتي هيوادونو د مشرانو سږنۍ  سرمشريزه غونډه د کوويډـ۱۹ ضد پر مبارزې  او نړيوالو اقتصادي لارو چارو ورټوله وه او پکې د ستونزو پر وړاندې پر هر اړخېزو همکاريو ټينګار شوی دی. د دغو شلو صنعتي هيوادونو مشرانو په يادې سرمشريزې غونډې کې یو ځل بیا د کورونا وبا پرضد روانې مبارزې کې پر خپلمنځي همکاريو ټينګارکړی او ويلي يې دي، چې د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې د روانې مبارزې په بهير کې بايد له کمزورو او اړمنو کسانو سره مرستې، د وبا د مخنيوي او په تېره بيا د واکسين په څېړنه او نوښت کې بايد زیاته پانګونه وشي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټریس هم په یاده سرمشریزه غونډه کې ګډون کړی و او  د کوويډـ۱۹ وبا پر وړاندې د شلو صنعتي هيوادونو لارښوونکی رول یې وستایه. نوموړي خپلمنځي یووالی او همکارۍ د یادې وبا پر وړاندې د مبارزې تر ټولو غوره وسیلې وبللې او له يادو هيوادونو له مشرانو څخه يې وغوښتل، چې د کوويډـ۱۹ ويروس د مخنیوي او د واکسين د مساوي او عادلانه ويش او تطبیق پلان څخه ملاتړ وکړي.

چين ويلي، چې د نړۍ د بېلا  بېلو  هيوادونو خلکو ته به د کوويډـ۱۹ واکسين ور رسوي او هر څوک  به د عامه توليد په توګه ورته لاس رسی ولري.

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ هم په دغې سرمشريزې کې ګډون کړی و او خپلو خبرو کې يې وويل، چې چين د کوويد-۱۹ ضد د واکسين په جوړولو او نړيوالو همکاريو کې فعال ګډون لري او د کوويډـ۱۹ واکسين د جوړولو په  برخه کې پوره هڅې کوي او غواړي د دغه واکسين د جوړولو، توليدولو او ويشلو په کارونو کې له بېلا بېلو هېوادونو سره همکارۍ وکړي.

 نوموړي په خپلو خبرو کې یو ځل بیا وويل، چې چين به د نړۍ بېلا بېلو هيوادونو ته واکسين ورسوي،  دا ژمنه مو کړې او د عمل جامه به وراغوندو.

 د شلو صنعتي هيوادونو سازمان (G20)  په ۱۹۹۹ کال کې جوړ شوی، چې چين، امريکا، روسيه، فرانسه، جرمني، استراليا، ارجنټاين، برازيل، کاناډا، هند، اندونيزيا، ايټاليا، جاپان، جنوبي کوريا، مکسيکو، سعودي عربستان، جنوبي افريقا، ترکیه، بريتانيا، امريکا او اروپايي ټولنه پکې غړيتوب لري.

د کوويډـ۱۹ واکسين ويش او اندېښنې   

د نړۍ د لویو هيوادونو د درملو لوی شرکتونه د کوویډـ۱۹ ضد واکسين د جوړولو په هڅه کې دي او تمه کيږي، چې نړيوال به د روان کال تر پایه واکسين ولري.

فايزر شرکت  تېره اونۍ د کوويډـ۱۹ ويروس ضد واکسين مالوماتي ډيټا خپره کړه، چې له مخې يې د دې شرکت واکسين ۹۵ سلنه اغېزمن ښودل شوی دی. د دغه  شرکت له دغه اعلان  څو  ورځې  وروسته موډرنا شرکت هم  وويل، چې کوویډـ۱۹ضد واکسين يې ۹۵سلنه اغېزمن دی او جانبي  عوارض  نه لري. د دغو کمپنيو له يادو اعلانونو سره اوس نړيوال په تمه دي، چې ډېر ژر به د کوویډـ۱۹ ضد واکسين ولري.

روسیې د کورونا ويروس ضد د سپوټنيک په نوم واکسين خبر ورکړی دی.  چين هم  د کوويډـ۱۹ ضد واکسين جوړولو خبر ورکړی او ډاډ يې ښودلی، چې واکسين يې ډېر اغېزمن او له جانبي عوارضو پاک دی.

د کوويډـ۱۹ واکسین د جوړولو په برخه کې د پرمختګ خبرې داسې مهال کېږي، چې ډېری هېوادونه د دغه وېروس له دویمې څپې سره مخامخ دي او پر ځينو هيوادونو يې همدا اوس د دویمې څپې لمن را تاو کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتيا  وزير احمد جواد عثماني د نومبر په  ۱۸مه  نېټه په يوې خبري غونډې کې وويل، چې په دغه  هيواد کې د کورونا وبا دويمه څپه پېل شوې ده.

اوس پوښتنه دا ده، چې ایا د کوويډـ۱۹ واکسين به عادلانه وويشل شي، کنه لومړی به يې لوی هيوادونه خپلو اتباعو ته اخلي؟

امريکې وار له مخې فایزر او موډرنا شرکتونو ته د سلګونو ميليونو دوزو سپارښتنه کړې او ویلي يې دي، چې هر امريکايي ته به یې رسوي. بلخوا راپورونه وايي، چې د بريتانيا حکومت اسټرازينکا شرکت ته د اکسفورډ  واکسين د ۱۰۰ ميلينو دوزو سپارښتنه کړې او فایزر شرکت ته يې د ۴۰ میليونو او موډرنا ته يې د ۵ ميليونو دوزو سپارښتنه کړې ده.

که لوی هيوادونه د واکسين پر اخېستلو داسې بوخت وي، نو ډېره به ګرانه وي، چې غريبو او وروسته پاتې هيوادونو ته پر وخت واکسين ورسیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply