روز جهانی طفل و حالت زار اطفال

ملالی موسی نظام   

0 894

   22/11/2020

اگر این مکتب است و این معلم    حــال طفـــلان خراب مــی بینم

به استقبال از یکی از مهمترین روزی که مردم جهان برای حفظ و حمایۀ حقوق و بهبودی حیات اطفال به رسمیت میشناسد، به یاد آن اطفال محروم و مظلومی می افتیم که نه تنها در بسیاری از ممالک دنیا، بلکه در افغانستان جنگ زدۀ ویران هم دیریست که متحمل سخت ترین حیات مشقت باری هستند که روی عالم بشریت را در غفلت از احوال زار آنان سیاه می سازد. تجلیل از روز اطفال به پیروی از مؤسسۀ جهانی «یونیسف» و صندوق حمایه از آنان در سراسر جهان، زمانی مفهوم میداشته باشد که کشور ها و حتی افراد و فامیل ها به نوبه و باور خود در راه بهبود وضع رقتبار سرزمین های خویش جد و جهد واقعی و دوامدار داشته باشند.

در افغانستان 19 سال اخیر، چه باران کمک های خیریه برای انکشاف و بهبود اوضاع اجتماعی، منجمله بهتر گشتن معارف و حمایت از تغییر وضع اطفال نبوده که سرازیر نشده باشد، ولی تعداد اطفال و نو جوانانی که از فقر، بیدانشی و حتی گرسنگی حاد با حالات ترس و جنگ متداوم در سراسر مملکت و کوچه ها سرگردانند، به صورت وحشتناکی رو به تزاید است. در اطراف به صد ها مکتب بر میخوریم که سقفی ندارد و بر روی زمین خشک و دشت خاک آلود اطفال مظلوم به تلاش تحصیل، حالت استثنایی و رقت باری را متحمل میگردند. یا الله!!

بهر حال روز جهانی اطفال بار اول در سال 1945 تحت عنوان روز اطفال عالم تعیین گردی که به روز 20 نوامبر همه ساله تجلیل گردد تا همبستگی بین المللی و آگاهی در حیات اطفال را در سراسر گیتی به میان آورده باشد. البته صندوق جهانی اطفال ملل متحد یا «یونیسف» در راه خدمات و حمایت از اطفال در جهلن سهم به سزایی دارد که در پهلوی کمک به کودکان سرزمین های خود ما، لازم است به آن مؤسسۀ عام المنفعۀ اطفال هم مدد رسانیم.

در بزرگداشت ازین روز مهم اینک خبری را در مورد اوضاع اطفال کشور به ارتباط ترس و وحشتی که بیشتر از 41 سال از حوادث روزمرۀ جنگ و کشتار عاید آن بینوایان بیگناه و مظلوم در سراسر کشور میگردد، به زبان ملی پشتو از وبسایت صدای امریکا منحیث یک راپور تکاندهنده، خدمت هموطنان تقدیم میداریم:

له هرو دریو افغان ماشومانو دوه یې ځان خوندي نه احساسوي – سروې

اطفال و کودکان بیچاره و مظلوم افغانستان و حالت دهشت و جنگ هر روزه

د ماشومانو د ساتنې ادارې یا”سیف د چلډرن” په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه په یوه تازه سروې کې دا موندلې ده، چې له هرو دریو ماشومانو دوه یې ښوونځیو ته پر لار د چاودنو او تښتولو په ګډون د تاوتریخوالي له پېښو سره سره مخ شوي دي.

دغه سروې، چې نن د سې شنبې په ورځ «لړم ۲۸ مه» خپره شوې، د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د ۹۰ تنو ماشومانو او تر ۶۰۰ پورې د ماشومانو له پلرونو سره د مخامخ مرکو پر اساس ترتیب شوې تر ۹۵ سلنې پورې د ماشومانو پلرونو سروې کوونکو ته ویلي، چې اولادونو یې جګړې تجربه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سبا د چهارشنبې ورځ د لړم «۲۹ مه» د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون دیرشمه کلیزه ده.

د ” سیف د چلدرن” موسسې د سروې له مخې افغان ماشومان په پرله پسې ډول په هغو شرایطو کې، چې ژوند کوي هغوی د خپل ژوند په اړه په وېره کې دي او په سختو حالاتو کې د ملاتړ د نشتون له امله اندېښنې لري.

دا سروې وايي:”د افغانستان په ځینو برخو کې تر ۹۵ فیصدو پورې اندېښمنو پلرونو، چې ورسره مرکې شوي ویلي، چې د دوی اولادونو جګړه تجربه کړې ده، په کابل د افغانستان په پایتخت کې دا اندازه ۶۵ فیصده وه”.

د ماشومانو د ملاتړ اداره وايي، افغان ماشومان ښوونځیو ته د تګ راتګ په لار د چاودنو، ډزو، د هلیکوپټرو د بریدونو او اوازونو په وېره کې ژوند کوي.

دا اداره وايي:” افغان ماشومانو د بازار ته د تګ پر مهال او یا هم له خپلو کورونو بهر د لوبو پر مهال همدا ډول پیښو سره مخ کیږي، یوازې ۳۰ فیصده ماشومان په ښوونځیو کې ځانونه خوندي احساسوي، خو انجونې بیا د هلکانو پرتله ځانونه کم خوندي ګڼي”.

ډېرو ماشومانو مرکه کوونکو ته ویلي، چې کله هم هغوی بهر ته وځي ډېر ویریږي.

د سرپل په ولایت کې یوې ۱۴ کلنې انجلې مرکه کوونکو ته ویلي:”کله، چې له کوره بهر جګړه ونښلي، زمونږ په کلي کې هیڅ ځای خوندي نه وي، خو کور بیا هم له بهر څخه ښه وي. مونږ د خپلو خونو په کونجونو کې ځانونه پټوو”.

کابل کې یو بلې ۱۶ کلنې انجلۍ مرکه کوونکو ته ویلي:” زما ۱۴ کلن ورور د دارالامان پر سړک د برید ځای سره نږدې وو، د برید وروسته هغه تل ویریده او اندیښمن به وو او کله به هم، چې لوړغږ وشو، حتی د کور د دروازې په لوړ غږ به هغه له خپل ځای پورته کیده”.

د افغانستان لپاره د «سیف د چلډرن» موسسې رئیس اونو وان ماینین ویلي، چې د دغې ادارې څیړنې ښودلې، چې افغان ماشومان د تاوتریخوالي په چاپیریال کې ژوند کوي او د روحي ناروغیو څخه کړیږي.

دغه چارواکي ویلي، چې ښوونځیو ته د تګ راتګ پرمهال باید د افغان ماشومانو ساتنه وشي او ښوونځي باید د جګړو څخه لرې وساتل شي.

د ماشومانو د ملاتړ دغه اداره وايي، تعلیم د ماشومانو اساسي حق دی او باید هیڅکله د دې له امله، چې ښونځیو ته تګ راتګ ډیر زیات خطرناک دی، ماشومان له زده کړو محروم نشي.

د ” سیف د چلډرن” ادارې د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې شااوخوا ۱۱۵۳ ښوونځي د جګړو له امله اغیزمن شوي دي، یوازې په تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۳۷۷ ښوونځي د جګړو له امله اغیزمن شوي وو.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې تیر کال د دې له امله، چې ښوونځیو څخه د رایې اچونې د مرکزونو په توګه کار اخیستل کیده ڼو ځکه پر ښوونځیو بریدونه زیات وو.

د پوهنې وزارت په تیرو شپږو کلونو کې د پوهنې منسوبینو ته تر دوه زره ۷۸۷پورې تلفات ثبت کړي دي.

د امریکا غږ

پایان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply