ارزګان د طالبانو چور

نوید احمد څرک

0 2,632

په خواله رسنیو کې مې د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ د دارلمعلمین ویډیو ولیدله چې طالبانو پرې خلک ور مارش کړي چې چور یې کړي.

د ولسوالۍ دا سیمه څو ورځې وړاندې طالبانو ونیوله او له نیول کیدو وروسته یې خلکو ته اجازه کړې چې وداني یې ورانه او توکي یې چور کړي.

ویډیو کې ښکاري چې طالبان حتی له ځایي خلکو سره همکاري کوي چې د دې ښوونیز مرکز چوکۍ، میزونه، دروازې او کړکۍ چور کړي او کورونو ته یې یوسي.

طالبانو له دې څخه هدف څه کیدلی شي

لومړی دا چې طالبان له زده کړو سره کاملا مخالف دي او نه غواړي چې افغان ماشوم او ځوان په عصري زده کړو سمبال وي.

طالبان پوهیږي چې که ځوان او ماشوم په عصري زده کړو سمبال شو، بیا له دوی سره د جګړې ډګر ته نه ځي.

دویم دا چې طالبانو ته دا دستور ورکول شوی چې هره سیمه  کې تر سقوط وروسته یا عامه او دولتي شتمني چور کړي او یا دې ورته اور واچوي او له منځه دې یوسي.

دا ښکاره ده چې طالبان دې عمل ته هیڅ توجیه نه لري، خو دا چې د سیمې خلکو ته هر مال غنیمت ښکاري دا کار کوي.

دریم دا چې طالبان غواړي په دې سره ځایي خلکو ته ځان خواخوږی ښکاره کړي چې دا مرکزونه د ناسمې روزنې لپاره جوړ شوي او مال یې غنیمت دی چې خلک یې چور کړی.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د زده کړو مرکزونه په خلکو چور کوي او یا یې له منځه وړي، تر دې وړاندې یې د غزني، فراه او کندز په سقوط کې زیاتې ودانۍ سوځولي او مالونه یې ورته چور کړي دي.

طالبانو ته عامه شتمني چور غنیمت ښکاري او خپلو ټولو وسله والو ته یې اجازه کړې چې له همدې درکه دې د کور نفقه برابره کړي.

طالب د دې وطن د بربادۍ لپاره راپورته شوی دی او هیڅ تمه ترې نه کیږي چې ګنې کوم ځای به درته روغ پریږدي.

ممکن طالب له دې عمل څخه منکر شي چې دوی نه دی کړی، ځکه غبرګونونه زیات و او دا عمل هیڅ توجیه نه لري.

خو طالب سره دا څوک نه مني چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د عامه ځایونو په ویجاړیدو او چور کیدو باندې منکر شي.

دا سیمه چې له افغان ځواکونو سره وه، ولې نه چور کیدله، ولې نه ورانیدله، خو په کومه ورځ چې طالب پرې کنټرول پیدا کړ، په همغه ورځ په داسې حال کې چور شوه چې ښکاري، طالبان کلیوالو ته لارښوونه کوي چې دروازې هم ماتې کړي او یو یې سي.

یوه ورځ به راځي چې طالب به د دې هر څه ځواب ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply