نبيل: د ولسي جرګې اداري هيئت يو غړی د افغانستان بانک نوماند ته رايې پېري

0 525

د ملي امنيت پخوانی رئيس رحمت‌الله نبيل ادعا کوي چې د ولسي جرګې اداري هيئت يو غړی د افغانستان بانک نوماند رئيس اجمل احمدي ته د ولسي جرګې د باور رايې له وکيلانو په بيه اخلي.

نبيل په دې اړه خپله فېسبوک پاڼه کې که څه هم د اداري هيئت دې غړي نوم نه دی ياد کړی، خو ويلي يې دي د رايې اخيستنې بولي د تېرې سې‌شنبې د شپې له ۹ تر ۱۰نيمو بجو پورې د نوموړي په کور کې روانه وه.

نوموړی دا د فساد ښکاره بېلګه بولې او زياتوي چې افغان ولس د فساد دې کچې او پراختيا پر وړاندې چوپ نه شي پاتې کېدای. اجمل احمدي له دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست و او هغه مهال ولسي جرګې په مکرره توګه نوموړی استجوابيه غونډو ته غوښتی خو احمد ډېر وارې د ولسي جرګې دې پرېکړې پر وړاندې بې تفاوته پاتې شوی دی.

اوس د ملي امنيت پخوانی رئيس رحمت‌الله نبيل داسې نوموړي ته په پيسو د ولسي جرګې د رايو له اخېستو خبر ورکوي چې يادې جرګې د حکومت له لوري له ور معرفي شويو دوو نوماند وزيرانو پرته، ټولو نوماندانو ته د باور رايه ورکړې ده.

دې چارې داسې شکونه پيدا کړل چې ګواکې حکومت د پيسو په بدل کې نوماند وزيران بريالي کړي خو د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب بيا د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له رئيسانو سره د لېدنې پرمهال ياده موضوع رد او دا يې د مقننه قوې او حکومت ګډه همکاري وبلله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply