طالبانو لا هم خپلو وسله والو ته قناعت نه دی ورکړی

سید عبدالله پاچا

0 1,901

له کومې ورځې چې طالبانو د امریکا متحده ایالاتونو سره د سولې تړون کړی دی، له همغې ورځې د طالبانو د جګړې قومندانان او وسله وال اندیښنه لري چې ګنې مشرانو یې د دوی په سر معامله کړې ده.

هسې هم ښکاره ده چې طالبانو له امریکا سره معامله وکړه چې د جګړې له فشار خلاص شي او بیا یې دې معاملې ته په تکتیکي ډول د فتحې نوم هم ورکړ.

تاسو به لیدلي وي چې په کومه ورځ د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه لاسلیک کیدله، د طالبانو د قطر دفتر په فاتحانه انداز کې ښکاریدل او داسې یې ښودله چې امریکا یې ماته کړې او تړون ته یې مجبوره کړې.

خو اصل کې کیسه بل ډول ده، طالبان چې له څه ډاریدل همغه پيښدونکي دي، طالبانو پوره هڅه وکړه چې له امریکا سره د تړون ضمیمه ورقې له خپلو وسله والو پټې وساتي او ورته مالومات ور نه کړي.

خو ځینو سیاسي مشرانو چې د پلاوي په ترکیب کې دي، د دې هوکړې د ضمیمه فایلونو مالومات جنګي قومندانانو ته ورکړي چې سخت غبرګونونه یې راپورته کړي او د دې ډلې د بیا پاشل کیدو ویره یې پيدا کړې ده.

ضمیمه فایلونه چې له امریکا سره هوکړه کې یې طالبان لري، هغه څه پکې شامل دي چې جنګي قومندانان او وسله وال یې نه غواړي، خو دا چې د طالبانو مشران غواړي، امریکا له افغانستان ووځي، هر ډول معامله یې ورسره منلې ده.

د طالبانو قومندانان د یو امریکایي له حضور سره هم مخالف دي، خو ضمیمه فایلونو کې شته چې یو شمېر بهرني پوځیان په ځانګړي ډول امریکایي سرتیري به د بهرنیو ترهګرو د له منځه وړلو په پلمه پاتې کیږي.

ډیر نور موضوعات شته چې جنګي قومندانان ورسره مخالفت لري، خو د طالبانو سیاسي مشرانو پټ کړي چې له امریکا سره یې پرې هوکړه کړې ده.

اوس د طالبانو فرهنګي کمېسیون په پوره توان سره هڅه کوي چې دا ګونګوسۍ د تبلیغاتو له لارې له منځه یوسي او هغه شکونه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون په تړاو راپورته شوي، له مخې لیرې کړي.

فرهنګي کمېسیون کله له امریکا سره هوکړه د فتحې په مانا بولي او کله په یو او بل ډول هڅه کوي چې وسله والو ته وښيي چې له امریکا سره تړون یې معامله نه بلکې بریا ده او امریکا ماتې خوړلې.

خو تراوسه دا کمېسیون نه دی توانیدلی چې د یو شمېر سیمو د طالب مشرانو قناعت ترلاسه کړي چې له امریکا سره هوکړه کې هغه پریکړې نه دي شوي چې دوی یې پروړاندې مبارزه کوي.

طالبانو کې د یوې بلې لوی چاودنې احتمال شته چې دا ډله په څو ټوټو وویشي او هر یو یې خپله لار مالومه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply