بريتانيا د کرونا واکسين د کارولو اجازه ورکړه

0 899

بريتانيا د لومړي هيواد په توگه د آلمان د بيونتيک او فايزر شرکت د کرونا واکسين کارولو ته اجازه ورکړې ده. دغه واکسين به راتلونکي اوونۍ توزيع شي.

د رويترز خبري آژانس په حواله نن، چهار شنبه سهار د بريتانيا چارواکو ويلي چې د درملو اړونده ادارې د کرونا واکسين ته عاجله اجازه ورکړې ده.

د بريتانيا د روغتیا وزير مات هانکوک وويل: «سر له راتلونکې اوونۍ څخه به په ټوله بريتانیا کې دغه واکسين ترلاسه کیدلای شي. دا ډېر ښه خبرونه دي.»

د سه شنبې په ورځ د بيونتيک او فايزر شرکت د اروپا د درملو ادارې «اي ام اې» ته د کرونا د همدې واکسين د مشروط جواز د ترلاسه کولو له پاره غوښتنليک وړاندې کړی دی.

که چېرې دغه اداره اجازه ورکړي نو دا به د روان ميلادي کال تر پايه پورې په اروپا کې د کرونا واکسيناسيون د پېل زمينه برابره کړی.

۹۵ سلنه اغیزمنتوب

د بيونتيک او فايزر شرکت په حواله دغه واکسين د آزموينو په ځينو پړاونو کي ډېر موثر ثابت شوی دی او د کوويد- ۱۹په مقابل کې يې ۹۵ سلنه اغیزمنتوب ښوولی دی. زياته شوې چې دغه واکسين د هر سن په کسانو کې ښه نتايج ورکړي او عملاً هیڅ جانبي عوارض یې نه دي ښوولي.

د درملو د دغه شرکت په حواله دغه واکسين په هغو کسانو کې چې سن یې له ۶۵ لوړ دی، تر ۹۴ سلنه زيات موثريت لري. دا چې دا واکسين به په پراخه کچه د ويروس په مقابل کې څومره اغیزمن وي او د خپریدو مخه به یې ونيسي او که نه، لا معلومه نه ده.

د اروپا د درملو اداره «اي ام اې» به په روانه مياشت کې د بيونتیک او فايزر شرکت همدې واکسين ته د جواز د ورکړې په اړه سلا مشورې وکړي چې د دې مشورو نتيجه بايد د دسمبر تر ۲۹ نیټې پورې په ډاګه شي.

دوچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply