سهواګ او ګمبير: ٤٩ کاله مخکې ٩٢ زره پاکستاني پوځيان هند ته تسليم شوي و

0 949
له پاکستان څخه د بنګاليانو د ازادۍ پر مهال په ١٩٧١ کال کې په همدې ورځ (د دسمبر ١٦مه نېټه) ٩٢ زره پاکستاني پوځيان هند ته تسليم شوي و، چې د نورو خلکو تر څنګ دا ورځ د هند کرکټ ملي لوبډلې مشهور پخواني لوبغاړي هم لمانځي.

هند دې ورځې ته د Vijay Diwas نوم ورکړى دى او هر کال يې د خپلې بريا په توګه لمانځي.

په دې لړ کې د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني توپوهونکي وريندر سهواګ يو ټويټ کړى دى او د تسليمۍ د هغه تړون عکس يې هم خپور کړى دى، چې د ٩٢ زرو پاکستاني پوځيانو مشر يې لاسليک کوي.

وريندر سهواګ ليکلي دي، چې له نن څخه ٤٩ کاله مخکې د پاکستان ٩٢ زره پوځيان هند ته تسليم شو. زموږ ماشومانو ته زموږ د پوځ دا اهميت بايد ورزده کړل شي.

د هند کرکټ ملي لوبډلې يو بل پخواني توپوهونکي او په هند کې د پارلمان غړي ګوتم ګمبير هم په دې اړه پوسټ کړى دى او ليکلي يې دي، چې د هند پوځيانو ته د دښمن د تسليمۍ ٤٩ کلونه پوره شو.

د يادولو وړ ده چې هغه مهال د پاکستان د ايسټرن کمانډ مشر جنرال عبدالله خان نيازي و، او د بنګله دېش او هند د پوځ جنرال بيا جګجيت سينګ اروړا و، چې د پاکستان پوځ يې دې ته مجبوره کړ، چې ٩٢ زره پوځيان خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او تسليم شو. دا د نړۍ په تاريخ کې لومړى ځل دى، چې په دومره ستره کچه باندې د يو هېواد پوځيان د بل هېواد پوځ ته تسليمېږي، په داسې حال کې چې وسله هم لري، خو جنګ نه کوي.

د هند حکومت هر کال دا ورځ د خپلې بريا په ډول په لويه کچه لمانځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply