په سعودي عربستان کې د کريسمس ونې خرڅیږي

0 846

د رياض په یوه مغازه کې د کریسمس ونې او نور اړوند تزئيني شیان په آزاده توګه خرڅیږي. سعودي عربستان چې د اسلام زانګو بلل کيږي او د غیر مسلمان له پاره عبادت پکې ممنوع دی، چا يې فکر نه کاوه چې يو وخت به پکې داسې شیان خرڅ شي.

له رياض څخه د فرانسې خبري آژانس په حواله، د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د وروستيو کلونو په جریان کې جشنونو پورې د اړوندو شیانو د خرڅلاو دود يو څه مخ پر ډيریدو دی. د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ژمن دی چې هیواد به د يوه «آزاد او مدرن اسلام» پر لور بیايي او دا د هغه له لوري په ټولنيزو محدودیتونو کې د نرمښت رامنځ ته کولو يوه نخښه ده.

د رياض ښار په یوه مغازه کې چې پکې د کريسمس ونې، د بابانوئل سرې جامې، څراغونه او نور څه خرڅيږي، د دغه ښار يوه اوسیدونکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «ما هيڅکله داسې فکر نه کاوه چې داسې شیان به ووينم.»

د رياض دغه اوسیدونکي چې د خپل نوم له ښودلو يې ډډه وکړه زياته کړه: «زه بيخي هیجاني شوی یم.»

په سعودي عربستان کې تر نژدې درې کاله مخکې پورې هم په ښکاره ډول د دغه ډول شیانو خرڅلاو ناممکنه وو، خو اوس د دغه هيواد چارواکو د روحاني بنسټونو اجرائيوي صلاحیتونه کم کړي دي.

په دغه هیواد کې د کریسمس جشن د شيانو خرڅلاو شتون نه درلود. هلته د لبنان، فليپين او ځينو نورو هیوادونو میشت مسيحیانو به خپل دغه مذهبي جشن د بندو دروازو تر شا او یا په خپلو حلقو کې لمانځه.

په رياض کې د ماري په نوم يوې لبنانۍ وويل: پخوا د کریسمس جشن له پاره د «دا ډول شيانو پیدا کيدل ډير سخت ول.» دغې میرمنې زیاته کړه: «اکثرو دوستانو به دغه شیان په لبنان یا سورېه کې اخیستل او په پټه به يې دلته راوړل.»

په رياض کې د عمر په نوم د يوې مغازې مدیر وویل چې سږکال يې نه يوازې د کریسمس جشن توکي پلوري، بلکې د هالوين جشن له پاره شیان يې هم خرڅ کړي دي. هالوين د امريکايانو يو دودیز جشن دی، خو اوس په نورو هیوادونو کې مروج شوی.

د سعودي عربستان مکه او مدينه ښارونه، د مسلمانانو تر ټولو مقدس ښارونه دي. د مسلمانانو قبله هم په مکه کې ده. د نړۍ ټول مسلمانان د لمانځه ادا کولو پر وخت د قبلې پر سمت دريږي.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان

د سعودي عربستان د ګمرک ادارې چارواکو په ۲۰۱۸م کال په يوه ټويټري پيغام کې لیکلي ول چې دغه هیواد ته د کریسمس ونو واردول ممنوع دي، خو پر دغه ټويټ ملنډې ووهل شوې او توجه هم ورته و نه شوه.

پر سعودي عربستان باندې له اوږدې مودې راهیسې دا تور لګول کيدی چې غواړي خپل د اهل سنت فوق العاده محافظه کاره عقیده نورې نړۍ ته صادره کړي، خو اوس په تدریجي توګه د مذهبونو تر منځ د تبادلاتو د ایجاد له پاره هڅې کوي.

د روانې مياشتې په پیل کې امریکا متحده ايالاتو یو ځل بیا تائيد کړه چې سعودي عربستان د هغو هيوادونو په تور ليست کې شامل دی چې مذهبي آزادی نه لري. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت دغه هیوادونه د «مذهبي آزاديو په سيستماتيک، دوامداره او بې سارې سرغړونو» تورن کړل.

د سعودي عربستان پاچا تیره میاشت، د افراطيانو پر ضد د «اوسپنيز سوک» حملې څخه خبرداری ورکړ. هغه دغه خبره په جده ښار کې د غیر مسلمانو په يوه هدیره کې د لويديځو ديپلوماتانو د غونډې پر مهال د ېوې بمي چاودنې په غبرګون کې وکړه. ادعا شوې چې دغه چاودنه داعش ډلې کړې ده.

دوچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply