که امریکا ماته شي آیا افغانستان ته به سوله راشي؟

لیکوال: محمد مبین هڅاند

0 1,074

آیا که په افغانستان کې امریکا د پخواني شوروي اتحاد چې مشري یې روسیې کوله په برخلیک اخته ( ماته ) شي. افغانستان کې به روان جنګ چې قربانیان یې افغانستان او افغانان دي پای ومومي او که روانه تپل شوې جګړه چې قرباني یې افغان ولس دی بیا هم د سیمې د استخباراتو د ګټو لپاره جاري وي؟

که امریکا او متحدین یې په افغانستان کې د ماتې څخه وروسته د پخواني شوروي اتحاد په څېر ټوټه ټوټه شي او که متحد پاتې شي، د هغې په اړه څه نه وایم ځکه نه یې په ټوټه کېدو او نه هم په متحد پاتې کېدو کې افغانستان او افغان ولس ته کومه ګټه نه رسېږي.

هغه څه چې باید یادونه یې وکړم دادي هغه وخت چې کله شوروي اتحاد په افغانستان کې مات شو د هغه وخت تنظیمي مشرانو ولې د افغانستان ملي ګټو لپاره کار شروع نه کړ؟ ولې دوي یو ملي غښتلی مرکزي حکومت جوړ نه کړ او همدا ډول که د تاریخ پاڼو ته پسې وګورو نو مالوم به شي چې افغانستان د شوروي اتحاد سره په جنګ کې دومره نه دی وران شوی: څومره چې خپلمنخي ( تنظیمي ) جنګونو وران کړی دی.

همداسې که پسې مخکې راشو نو د هغوي راوروسته د طالبانو اسلامي امارت د هغه وخت ولسمشر شهید ډاکټر نجیب الله د چا په غوښتنه او په کومه ګناه شهید کړ؟

آیا د امارت جوړېدو لپاره کم ترکمه د هر ولایت څخه ۱۰۰ نفر جمع شوي وو یا نه ؟ چې په افغانانو یې حکومت کاوه او د هغه هر څه یو قدم وړاندې راځم او وایم که د طالبانو اسلامي امارت خپلواک و نو بیا ولې یې یو غښتلی مرکزي حکومت جوړ نه کړ، ملي پوځ، ملي پولیس او استخبارات یې ولې ونه روزل، ولې یې د هېواد اوبه مهار نه کړې، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه یې ولې په نړیوال رسېدلي نصاب خاوندان نه کړل، د هېوا د څخه بهر لکونه افغانان چې په پاکستان او ایران کې سختې شپې سبا کولې ولې ستانه کړل، که ووایم دوي ولې د پاکستان هېواد څخه په هغه وخت کې ډیورنډ ونه غوښت او په پای کې ویلی شم چې د دوي مشرانو ولې هغه هېواد ته پناه یووړه چې د کوم هېواد له خاورې د هوایي میدانونو څخه د دوي په اسلامي امارت ورانېدو لپاره جهازونه اوچتېدل او پر همدوي به یې بمونه غورځول؟

دا چې د افغانستان اسلامي امارت ړنګېدو سره سم امریکا د خپلو متحدینو سره یو ځای افغانستان ته په دې نوم راغله چې مونږ ترهګري او مخدره توکو د قاچاق مخه نیسو، ورسره سم یې پخوانی ولسمشر ( حامد کرزی ) د موقتې ادرې مشر د درې کلونو لپاره وټاکه او د هغې څخه وروسته د امریکا په مالي او نظامي ملاتړ په مرسته ټاکنې وشوې چې حامد کرزی یې ګټونکی اعلان کړ، لنډه داچې د حامد کرزي د ۱۳ کلونو د بادشاهۍ وروسته اوسني ولسمشر او پخواني اجرایه رییس ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر ( جان کیري ) په مشرۍ ګډ حکومت جوړ شو.

دا چې ولسمشر په دغې ۵ کلنه دوره کې څومره خپواک و؟ آیا ولسمشر رښتیا هم د افغان ولس په رایو ټاکل شوی و، مالومه خبره ده چې یو ځل د امریکا پخواني بهرنیو چارو وزیر ( جان کیري ) له خوا یو نوی ډول حکومت چې تر دې وړاندې د افغانستان په تاریخ او اساسي قانون کې نه و لیدل شوی رامینځته شو.

دغه ګډ حکومت د لویو او ډېرو ناکامیو ډک و چې د ټولو یادونه یې دلته نشم کولی خو یواخې همدومره وایم چې د حکومت دواړو شریکان په دې ونه توانېده چې خپلمنځۍ جوړه وکړي او همدا لامل د دې شو چې ډېری وزارتونو کې د ملي ګټو باندې د سرپرستانو له خوا سودا کېدله او د هېواد لکونه ځوانان او پېغلې مجبور شول چې هېواد پرېږدي چې یاد ځوانان په لارو کې د ځنارو او یا د اوبو ښکار شول.

د دغه غیر قانوني حکومت د ۵ کلونو په پای کې د حکومت دواړو شریکانو اعتراف وکړ چې یو د دوي وویل زما په دوره کې نیم لک پوځ شهید شوی او د یو لک په شاوخوا کې افغانانو د بدن خپل غړي د لاسه ورکړل او د دغه غیر قانوني حکومت بل شریکوال د رسنیو سره وویل چې زمونږ حکومت ناکام و.

د ملي وحدت ( غیر قانوني ) حکومت په ۵ کلونو کې کومه داسې لاسته راوړنه نشته چې زه یې دلته یادونه وکړم، دا چې مونږ یو ځل بیا اوس د یو داسې حکومت لرونکي یو چې وزارتونه او لوړ پوړې چوکۍ په اهلیت نه بلکې د وېش له مخې ووېشل شوې چې د ګټو به یې زیانونه ورځ تر بلې ډېر شي.

په روان حالت کې چې وظیفه د هېواد لپاره نه بلکې د چوکۍ ساتنې لپاره وظیفه کېږي او د هېواد سوله او پرمختګ د امریکایي خواکونو د وتلو او یا پاتې کېدلو پورې تړي لویه اشتباه ده، خکه زمونږ هېواد کې امریکا نه وه موجوده خو جګړه روانه وه په هغه وخت کې د امریکا او د سیمې استخباراتو د ځینو افغانانو په لاس په هغه وخت کې د روسیې د ماتولو هڅه کوله نه د افغانستان د پرمختګ او آبادۍ لپاره او اوس بیا روسیه د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د استخباراتو سره په دې په ګډه کار کوي چې امریکا ماته کړی.

دا چې هر څوک د خپل کور د ابادولو لپاره کار کوي نو مونږ افغانانو ته هم پکار ده چې د خپل ګډ کور او مور ( افغانستان ) د آبادۍ او پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړو نه د سیمې د استخباراتو د خوشحالولو لپاره .

مونږ ( افغانان ) باید د خپل ژوند پرمختګ او آبادي د خپل هېواد ملي ګټو پورې وتړو ځکه که چېرې د کوم هېواد استخبارات ځینو جنګي او سیاسي ډلو ته ګټې ورکوي باید دا ډلې داسې فکر وکړي چې پردۍ ګتې موقتي او د شرمونو ډکې وی، تول باید د هېواد ملي ګټو ته په ګډه کار وکړو ترڅو د دایمي لپاره د ښه او هوسا ژوند خاوندان شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply