د فاطمیون په نوم د ایران ترهګرې ډلې

0 711

له طلوع نیوز سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف مرکه مې ولیدله، هغه په ښکاره ټکو اعتراف کړی چې نورو هېوادونو ته یې د فاطمیون په چوکاټ کې وسله وال برابر کړي او لیږلي یې دي.

د جواد ظریف توجیه دا وه چې ایران د خپلو ګټو او یا د نورو هېوادونو په غوښتنه دا کار کړی او دا ډلې د عراق او سوريي حکومتونو تر قومندې لاندې جنګیدلي او لا هم په جګړه بوخت دي.

هغه په ډيرې سپين سترګۍ سره اعتراف وکړ چې د فاطمیون لښکرو په چوکاټ کې یې افغانان هم سوريي ته د جګړې لپاره لیږلي او دا کار یې د افغانانو په خوښه کړی او امکانات یې ورته برابر کړي.

هغې په دې هم اعتراف وکړ چې قرباني شویو افغانانو کورنیو لاسنیوی یې هم کړی او د هغوی کورنۍ ته یې امتیازات ورکړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له مرکې مې چې یو څه ښکاره ترلاسه کړل، هغه دا چې ایران په هر هېواد کې د خپلو ګټو لپاره د مهاجرینو له مجبوریت ګټه اخلي او هغه هېوادونو کې یې جنګوي.

سوریه او عراق هغه هېوادونه دي چې ایران ورته افغانان لیږلي او د جګړې په بدل کې یې ورته زیات امتیازات منلي دي، خو داسې راپورونه هم شته چې هیڅ افغان له هغه ځایه ژوندی نه دی راغلی او هغه امتیازات چې ایران حکومت ورته په پام کې نیولي دي، نه یې شي ترلاسه کولی.

ایران لپاره افغان مهاجرین یو ښه فرصت دی چې له مجبوریت یې ګټه اخلي او دا د نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف کار دی.

خو جواد ظریف وایي چې دا خلک داوطلب ډول حاضر شوي او دوی ورته د جګړې امکانات ورکړي دي.

جواد ظریف د فاطمیون په ډله دومره باور لري چې حتا د افغانستان د دولت په غوښتنه حاضر دي په افغانستان کې یې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې وکاروي.

د فاطمیون ډله د ایران د استخباراتو تر مستقیمې قومندې لاندې نورو هېوادونو کې د ایران پټې موخې تعقیبوي او دې لښکرو کې خپله د ایران خلک کم دي، خو د نورو هېوادونو خلک پکې له دې کبله زیات دي چې د ایران سخت کارونه نه شي کولی او د جګړې په مقابل کې د زیاتو پيسې وړانديز ورته کیږي.

د فاطمیون ډله خپله ترهګره ډله ده ، نو بیا څنګه کیدلی شي چې ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي، دا ډله له ملیشو سازه ده او هر هغه کار کوي چې د ایران استخبارات ورته لارښوونه وکړي.

لکه نورې ترهګرې ډلې چې په نورو هېوادونو یا افغانستان کې د بهرنیو استخباراتو موخې تعقیب کوي، داسې فاطمیون ډله هم ده چې وسله وال جنګیالي یې اکثریت افغانان جوړوي، هغه افغانان چې ایران کې اوسیږي او هلته ژوند او کار لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply