د افغانستان د جګړې لپاره د ایران د روزنې مرکزونه

سید عبدالله پاچا

0 642

پخوا یواځې پاکستان و چې د افغانستان د جګړې لپاره به یې افغانان روزل او په بیلابیلو نومونو به یې جنګول، اوس ایران هم دا کار عملا پیل کړی او په تازه مورد کې یې ۱۰۰ افغان ځوانان د فدایي په نوم چوکاټ کې روزلي دی.

دا ځوانان د لویدیځو ولایتونو څخه استخدام شوي او د لویدیځو ولایتونو کې د فعالیت مسوولیت ورسپارل شوی دی.

هرات، فراه، بادغیس او غور هغه ولایتونه دي چې تازه پکې د ګډوډیو لپاره ایران یو شمېر کسان روزلي چې انسان تښتونه، مقناطیسي بمونه، هدفي وژني، د سړک غاړې ماینونه او نورې ورانکارې کړنې ترسره کړي.

دا تازه سل کسان د ایران سپاه پاسداران ډلې په سخت ډول روزلي دي، او هغه څه تطبیق کوي چې ایران استخبارات ورته لارښوونه کوي.

د افغان جګړې سوداګرو چې مشري یې طالبان کوي، ځوانان د ایران د خراسان رضوي سیمو ته لیږي او هلته یې د سپاه پاسداران په مرکزونو کې روزنه ورکوي او بیا یې افغانستان ته رالیږي.

دا ډله ځکه خطرناکه ده چې تراوسه یواځې پاکستان د ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو لپاره کسان روزل او تګ راتګ یې هم اسانه و، خو اوس چې ایران هم دې پروسه کې برخه واخیسته، دا به د لویدیځو ولایتونو لپاره سخت وي.

د دې ټولو لامل طالبان دي چې افغان ځوانان په بیلابیل ډول باندې تېر باسي، بیا یې دښمن ته په لاس ورکوي چې بیرته یې د افغانانو د وینې تویدنې لپاره وروزي، د افغانانو دښمن همدې ته ناست دی چې خپله افغان د بل افغان د وژلو لپاره وروزي.

طالبان دا دلالي کوي او له کلونو راهیسې، خپل افغانان دښمن ته په لاس ورکوي او بیا ورته وایي چې دا ورته داسې وروزي چې په هیڅ افغان باندې رحم ونه کړي او هر هغه کار چې هیڅ انسانیت یې نه مني، وکړي.

داسې ښکاري چې وروستیو کې هدفي وژنې، مقناطیسي ماینونه او نورې پېښې د همدې لوبې یوه برخه ده.

د جګړې دا اوسنی اړخ ځکه خطرناک دی چې کار طالبان کوي، چاودنې هدفي وژنې طالبان کوي، خو مسوولیت یې نه اخلي او ډير کله هڅه کوي چې پړه یې پر افغان دولت واچوي.

طالبان دا کار د دې لپاره کوي هم ورته اسانه او هم ورته ګټوره ده چې خلک پر افغان حکومت غوصه کیږي او له دې طالبان ګټه اخلي.

طالبان چې د دې ټولنې تر ټولو سپک خلک دي، د خپلو شخصي ګټو لپاره په هیڅ نه دي ایسار، وطن مور ده او طالب دا مور مخکې په پاکستان او اوس په ایران هم خرڅه کړې او هره ورځ یې پڼونی لیلاموي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply