د وطن دیو دردمن ادیب شاعر لیکوال او وطنپال شخصیت مرحوم شهید جنرال سید حسن خان (حسن) یو شعرد (زده کړه ) تر عنوان لاندی چې ډیر -تعلیمی ، تربیوی ، اخلاقی ،او د ترقۍ او پرمختګ او بیدارۍ په لار کې د هڅونۍ اړخونه لري ،
د سید عبید الله نادر انتخاب
زده کړه
په نغمه لکـــــــــه بلبل غـــــږیدل زده کــړه پټه خوله وینا د ګل ،له له بلبل زده کړه
رخت په ســـر کــــړه له غنچي نه رابهر شه په هوا لـــــــکه وږمه، چلیدل زده کړه
د ازغي په څــــیر د ګل سره، همـــــــراز شه په زیږه صورت، د ګلو ساتل زده کړه
نسترن شـــه په آغــــــوش ســــــرو آزاد کړه په هر بوټي د ګلـــــشن، تاویدل زده کړه
که د نورو آســـــایش ،او آرام غـــــــــــواړي ګهواري غوندي د ځان، کړیدل زده کړه
کورني مرغه په شــان به څومره ژوند کړې د شــــاهین په دود ،آزاد الوتل زده کړه
د خلـــــــیل، د د نخــلستان ســـرو آواز کړي ځان قربان کړه ،د بسمل تپیدل زده کړه
ګړندی شــــه کاروان هی کړه، مـنزل لنډ دی د جرس په آواز تلل، او راتلل زده کړه
رمز د مرګ او د حیات په مینځ کې زور دی د ژوندون دود او دستور آلول زده کړه
رژیـــدو لـــــــه ویري، نه غــــوړیږي ولـي اندیښــنه پریږده ،غوټۍ توکل زده کړه
راحت پریږده، زحــمت واخله ســـــید حسنه د وطـــن په درد و غم، ژړیدل زده کړه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320