!زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده

ضیا ودان

0 1,293
سلام همزوليه!
نه دې عمر راڅخه زيات دی او نه زده کړې، د يوه وطن يو، يو ډول پېژندپاڼې لرو، دواړه افغانان يو او دواړه د افغانانو زامن يو.
حتا ما دري زده ده او تا پښتو هم نده زده.
مګر توپير دومره دی چې ستا پلار مجاهد کبير دی او زما پلار ښوونکی.
تاسو تل نظام او مرکزي حاکميت ننګولی او موږ تل د جمهوريت، دولت، حکومت او وحدت ملاتړ کړی.
ته نړۍ ته د ارګ استازی يې او زه د دريم بست يو محتاط، بې امتيازه او بې صلاحيته مامور.
ستا ناسته پاسته امريکا، انګلستان، دوبۍ او دوحه کې له پاونډو، ډالرو، درهمو او ريالو سره ده، مګر زما ناسته ولاړه د کابل ناامنه کوڅو کې له وحشت، ډار، يخ او بې خرڅۍ سره.
ستا پلار ارګ سره ډغرې وهي تاته څوک کاږه هم نشي کتلی، بلکې ارګ لا اعلاميه خپروي چې موږ کله هم داسې تېروتنه نکوو چې د استاد عطا مبارک زوی ښاغلی خالد نور دې د مذاکره کوونکو له غوړ لېست وباسو.
اما ته پوهېږې؟
زما په يوه فېسبوکي پوست هره شيبه زما دنده ختمېدلی شي، زه په دوه کرښې نيوکه رخصت کېدلی شم.
ته پوهېږې؟
زه د غټانو د ناځوانيو د درنو څپېړو په مقابل کې د اه ويستلو حق هم نلرم، تاوان راته کوي، کريير مې خرابيږي، احساساتي بلل کېږم او د ناستې ځای مې ورکيږي.
دا يواځې زما نه، بلکې د ډېرو سر سپارلو ځوانانو برخليک دی متاسفانه.
همزوليه داسې نشي کېدی او دا حالت نور دوام نشي کولی.
موږ چې جاهل امارت نه منو، کاذب جمهوريت دې هم سر وخوري.
🇦🇫وطن دې سلامت وي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply