په افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکایي سرتیري پاتې کیږي

0 836

 امريکا متحده ايالاتو اعلان کړی، چې تر راتلونکو ۳ ورځو پورې به په افغانستان کې د پاتې امريکايي ځواکونو شمېر۲۵۰۰ ته راښکته کړي.
روېټرز خبري اژانس د پنټاګون د ځينو چارواکو په حواله ويلي، چې دا مهال په افغانستان کې د ټولو امريکايي سرتېرو شمېر ۳زرو ته راټيټ شوی او دا شمېر به په راتلونکو درېيو ورځو کې ۲۵۰۰ تنو ته راټيټ شي.
په تېر نومبر میاشت کې امريکا اعلان کړی و چې په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر له ۴نيم زرو څخه ۲نيمو زرو کسانو ته راټيټ کړي.
د چارواکو په خبره دا پرېکړه په دوحه کې د افغانستان سولې په اړه د امريکا او وسله ‌والو طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو عمومي سرمنشي ينس سټولټنبرګ موده وړاندې ويلي و، چې غه سازمان به په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د ماموريت دوام او يا پای ته رسېدو په اړه پرېکړه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply