د اصحاب کهف (د غار یاران) ځای کې ویده شولم

صیام الدین پسرلی 

0 1,385

د اصحاب کهف (د غار یاران) ځای کې ویده شولم.

د اصحاب کهف قيصه به مو اورېدلې وي، چې د وخت امپراتور ته يې سر خم نه کړ، دهغه په وړاندې يې د الله جل جلاله د وحدانيت اعلان وکړ.

اصحاب کهف د اردن په پايتخت عمان ښار کې موقعیت او د ځينې قرائنو له مخې تر پنځمې زېږیزې پيړۍ پورې اړه لري.

دا پيښه د دکيوس چې په عربۍ کې ورته دقيانوس وایي باچا په وخت کې تېره شوى ،چې د سلطنت په وخت کې یې مسيحيان ( د هغه وخت مسلمانان) سخت ځوريدل .

د ظالم مشر دقيانوس له لاسه چا ساه نشوه ايستلاى او نه مبارزاتي فعاليتونه کيداى شول ،په دې ترڅ کې ( ٧) تنه د ((طاغوت دقيانوس )) پرضد د طغيان او پر حق د ايمان پړاو ته رسيدلى وو مبارزه یې پېل کړل.

د پاچا څارونکي یې په لټې پسې شول او دوى ترې يوغار ته ننوتل او د غار خوله د زلزلې له امله ټپه شوه،څارونکيو ټوله سيمه وڅارله ؛خو پرموندو یې بريالى نه شول . دا ډله ٣٠۹ کاله په غار کې ويده کېږي؛ خو بې له دې چې پوه شي څومره وخت پرې تېر شوى، له ٣٠۹ کلونو وروسته، چې راويښېږى؛ نو فکر کوي ،چې يو ساعت په خوب ويده وو. د لوږى احساس کوي او پيسې له ځان سره اخلى ،چې له نژدې ابادې خواړه راوړي،ابادې ته، چې راورسيدل ګوري ،چې هرڅه بدل شوي. کوم خلک یې، چې پېژندل او ورسره یې ناسته ولاړه درلوده اوس یې نه ويني، نوى کهول او نوې منظرې یې تر سترگو کېږي، چې د خوړو اخستنې ته هټیوال ته پيسى ورکوي؛ نو هټیوال په حېرانتيا وپوښت، چې دا پيسې دې له کومه کړى؟ آيا خزانه دې موندلى؟ دوى ورته وایي : دا رايجى پيسى دي، هټیوال ورته وایې دا د درې سوو کلونو مخکې روپۍ دى اوس له رواجه لويدلى .

کیسه اوږده ده، زه چې کله هلته لاړم، نو بیخي ډېر وګرځېدم، ټول ځایونه مې وکتل، غار ته ننوتم، یو سترګه خوب مې هم وکړه، د افغانستان لپاره مې د زړه دعا وکړه.

 باید ووایم، چې په سختو شېبو کې الله تعالى حيرانوونکى او غييى مرستې کوي، خداى پاک له ناوړو ټولنیزو شرایطو اصحاب کهف داسې خلاص کړل، چې کلونه يې په خوب ويده کړل او بيا یې په مناسب وخت کې راويښ کړل او د (توحيدي لارې) د اتلانو په نامه یې وستايل او همداراز هغوى یې له خطرونو وژغول او د دوى د ساتنې لپاره یې د څارونکيو په زړونو کې ويره او وحشت پيدا کړ.

که خپل اعمال او ګفتار سم کړو، لرې نه ده، چې الله تعالی به پر موږ هم غیبي رحم وکړي او د اوسنۍ ستم، ظلم، دحشت او وحشت څخه موږ خلاص کړي.

 

د کهف سورت د قران کريم په پنځلسمه سپاره کې ١٨ سورت دى چې په مکه مکرمه کې نازل شوى ١١٠ ايتونه او ١٢ رکوع ګانې لري

د بدلون په هېله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply