د پاکستان د هوايي چلند وزیر غلام سرور ویلي، چې اندونیزیا ته یې ډېر عذر او ننواتې کړې وې، چې د قرض په بېرته ورکولو کې ورته وخت ورکړي؛ خو عذر او ننواتو یې ګټه ونکړه او الوتکه یې ترې ایساره کړه. پرون د پاکستان د هوايي چلند وزیر په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل، چې دپاکستان ملي هوایي شرکت پي ایي ای ۲۰۱۵م کال کې دوه الوتکې د مالیزیا نه په اجاره اخستې وې، چې سږکال دجون په میاشت کې د اجارې دا موده سرته رسېدلې او ددوی د عذر پرته یې ترې طیاره درولې ده. هغه ویلي:« د اندونیزیا له لوري مو د الوتکې درول او د سپرلیو قرنطین کولو هېواد ته سخت ګوزار وو، موږ دې چارې سخت خواشیني کړي یو.»
د نوموړي په وینا، د کرونا وبا له کبله یې د هوايي چلند ادارې له سخت بحران سره مخ شوي او مالیزیا ته یې د یادو الوتکو پیسو ورکولو توان نه درلود نو ځکه یې دا الوتکه ترې په قرض کې ایساره کړې ده.
د پي ایي ای یاده ۷۷۷ بویینګ الوتکه د پنجشنبې او جمعې په منځنۍ شپه د خپل معمول پرواز له مخې دمالیزیا پایتخت کوالالمپور ته مسافر وړي وو او ټاکل شوې وه چې له هغه ځایه هم بیرته مسافر پاکستان ته راوړي خو دمالیزیا چارواکو دغه الوتکه دپیسو په بدل کې دځان سره ودرولې ده.
د یادې الوتکې د ګرځولو د خبر تر خپریدو وروسته پي ایي ای پر خپله رسمي ټویټر پاڼه ولیکل، چې په یاده الوتکه کې مسافر هم ناست وو، خو زیاتوي، چې ځایي چارواکو دالوتکې عملې ته وویل، چې د عدالتي امر په بنیاد د پاکستان الوتکه پخپله قبضه کې اخلي او دوی به ټول ورسره قرنطین وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د هوايي چلند د ادارې د معلوماتو له مخې، پي ای اې هوايي شرکت د اندونیزیا د پېریګرین هوايي شرکت څخه ۱۴ میلیونه ډالر قرضدار دی او د پاکستان حکومت د دې رقم پیسو د ورکولو توان اوس نلري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320