د طالبانو د زیاتو ودونو په اړه شکونه

سیدعبدالله پاچا

0 1,129

د طالبانو د سیاسي مشرانو او جنګي قومندانانو په تړاو اوس د دوی په لیکو کې اندیښنې او پوښتنې راپورته شوي چې څنګه یې مشران دوه درې او حتی څلور ودونه کوي.

دا پوښتنې وروسته له هغې راپورته شوې چې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر د پاکستان په زندان کې یو واده کړی او د زندان په موده کې یې ترې یو زوی هم شوی دی.

د طالبانو د مخکیني مشر ملا منصور په اړه ویل کیږي چې درې ودونه یې کړي و او د ملا هیبت الله دوه کاله وړاندې دویم واده کړی او یوه ۱۷ کلنه پیغله یې واده کړې ده.

د طالبانو قومندانانو کې یې هم اکثریت داسې دي چې دوه ودونه لري او ځینې یې درې ودونه لري.

د طالب وسله والو سره همدا پوښتنه ده چې څنګه د دوی زیات ملګري تراوسه یو واده نه لري، یا یې توان نه لري او یا یې څوک نه ورکوي، خو مشران یې چې هرکله وغواړي واده کولی شي.

د طالبانو قومندانان ځینو سیمو کې له زور او یا خپل نفوذ کار اخلي او که کوم کور کې د کومې نجلۍ په اړه واوري چې ښایسته ده، بیا یې په کورنۍ فشار راوړي چې نجلۍ یې قومندان ته ورکړي.

دا چې خلک په سیمو کې اوسیږي او بې وسه او مظلوم دي، اړ کیږي چې د خپل ژوند او عزت ساتلو لپاره طالب قومندان ته په دویم واده خپله لور ورکړي، که داسې و نه کړي، طالبان یې نوم بدي کوي او سله ډول دسیسې ورته جوړوي چې یا یې زنداني کړی، یا یې ووهي او حتی تر وژلو پورې پریکړه پرې کوي.

د طالبانو وسله وال چې د خپلو مشرانو ژوند، عیش عشرت ګوري، پوښتنې ورسره پيدا کیږي چې مشران یې پيسې او امکانات له کوم ځایه کوي او څنګه څو کورونه او څو کورنۍ ساتلی شي، په داسې حال کې چې وسله وال یې خپل ځان نه شي ساتلی.

دا هغه پوښتنې دي چې وروستیو کې راپورته شوي، ځینو سیمو کې خو طالب وسله وال پوهیږي چې مشرانو یې په کوم ډول باندې تر یو ډير ودونه کړي دي، ځکه هغوی ګوري چې طالب قومندانان په زور باندې هم له خلکو لوڼي ودوي او که یې ور نه کړي، بیا پرې تهمت لګوي چې ټول ژوند یې ورخراب کړي.

طالب وسله وال چې د خپلو مشرانو د ګټو لپاره جګړه کوي، هغوی ته ځکه څوک نجلۍ نه ورکوي چې هره ورځ یې د مرګ خطر وي او کورنۍ نه غواړي چې لور یې کونډه شي او داسې کس ته یې ورکړي چې هره ورځ له خطر سره مخ دی.

طالب مشرانو چې د خپلو وسله والو دا ګونګوسۍ اوریدلي، خپلو کې یې پریکړه کړې چې تر دې وروسته به سیاسي مشر او قومندانان دویم او دریم واده نه کوي، تر څو چې د وسله والو غوصه او پوښتنې یې کمې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply