د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د سعودي عربستان د پوهنې وزیر ډاکټر حمد بن محمد آل شیخ سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پوهنې او روزنې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي دي.
له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سعودي عربستان د پوهنې وزیر د لیسانس او ماسټرۍ په برخه کې د تحصیلي بورسونو د زیاتېدو او همدارنګه د افغانانو له پاره د مسلکي او تخصصي زده کړو د زمینې د برابرولو برخه کې خپل چمتوالي وښود او ویلی یې دي، چې کولی شي د ښوونکو د روزنې او د شته نمونو او تجربو په کارولو سره د تعلیمي برنامو او درسي نصاب د پراختیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د خبرپاڼې په حوال، چې دواړو لورو د پوهنې وزارتونو د علمي او ښوونیزو همکاریو د پراختیا په موخه یو هوکړه لیک هم لاسلیک کړ.
د یاد هوکړه لیک په رڼا کې به د پوهنې د برخې د مسوولینو او د محصیلنو د پلاوو ترمنځ علمي لیدنې زیاتې شي او په افغانستان کې به د عربي ژبې د زده کړې مینوالو ته د ژبې د زدکړې اسانتیاوې برابرې شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320