په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان اقتصادي وده له پاکستان ۳ برابره زیاته اټکل شوې

لیکوال: اسد مبارز

0 858

د نړیوال بانک راپور

نړیوال بانک د World Economic Prospectus او د پیسو نړیوال وجهي صندوق د World Economic Forum په نوم راپور په کال کې دوه ځلې خپروي، دواړه ادارې په خپلو راپورونو کې د تېرو شپږو میاشتو اقتصادي تحلیل او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د اقتصادي ودې وړاندوینه کوي. له نېکه مرغه په یادو راپورونو کې د افغانستان اقتصادي حالت هم څیړل کېږي او د راتلونکي لپاره پکې وړاندوینه کېږي. د نړیوال بانک راپور د میلادي کال په جنوري او جون میاشتو کې خپرېږي.

په 2020 میلادي کال کې د کرونا ویروس له وجې د نړۍ سترو اقتصادي هیوادونو په شمول د افغانستان اقتصاد هم ستره ضربه ولیدله، دا چې د کرونا ویروس اثرات لا هم لیدل کېږي نو د راتلونکی کال (2021) لپاره اقتصادپوهان د ډیرې کمزوري اقتصادي ودې وړاندوینه کوي،  د دې راپور له مخې په 2020 کال کې د افغانستان اقتصادي وده منفي 0.9 وه خو په 2021 میلادي کال کې یې بیا د 3.3 فیصده وړاندوینه شوې ده.

د پاکستان اقتصادي ودې بیا په 2021 کال کې 0.5 سلنه وړاندینه شوې ده، یعني د افغانستان د اقتصادي ودې وړاندوینه ترې څو برابره زیاته شوې ده.

د دې ټولو سربېره د نړیوال بانک مشر ډیوډ ملپس “David Malpass” وایې، چې اوس د غوره پانګونې یو فرصت دی تر څو له یو پلوه په عاجل ډول کرونا وهلي اقتصاد ورغول شي او له بل لورې اقتصادي وده بیرته خپل حالت ته وګرځي، ښاغلی میلپس زیاتوي، چې له کرونا وروسته حالت ته زمونږ ځواب زمونږ د ټولو د راتلونکي څو کالونه رانغاړي، مونږ باید له دې فرصتونو څخه ګټه واخلو تر څو دوامداره او عادلانه اقتصادي نړۍ ولرو.
د پاکستان اوسني بد اقتصادي حالت ته په کتو، ممکنه نه ښکاري، چې یاد هېواد دې اټکل شوي ودې ته ځان ورسوي، ځکه چې لا هم د سیمې په کچه تر ټولو ډیر پوره وړی هېواد دی او وګړي یې په بازارونو کې د هر ډول توکو په نرخونو کې له ناڅاپي لوړوالي شکایتونه کوي.

پاکستان تازه پریکړه کړي، چې د سخت مالي بهران له امله د پوهنتونونو د کارکونکو، په معاشونو کې کموالی راولي، چې د پېښور پوهنتون همدا تیره اونۍ د بودیجې د نه شتون امله خپلو کارکونکو ته د معاشونه د کمولو او یا هم د نه ورکولو اعلان وکړ.

خو په دې ورستیو کې په افغانستان کې په پراخه او نوې بڼه کرنه، صنعت او سوداګري، له ګاونډيو او عربي هېوادونو سره د هوايي دهلیزونو له لارې د صادراتو د کچې زیاتوالی او داخلي تولیدات هغه څه دي، چې په ښکاره ډول د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا اغیز لرلی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply