د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون نږدې کال پوره شو، امریکا طالبان تورنوي، چې له تړون یې سرغړونه کړې او طالبان بیا له امریکا د ژمنتیا هیلې لري.

که څه هم تمه داوه، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له تړون وروسته به طالبان له افغان لوري سره خبرو ته کیني او ژر به یوې دایمي سولې ته ورسیږي مګر داسې ونه شول.

په هرحال اوس خبره د امریکا او طالبانو ترمنځ ده، له طالبانو سره تړون د امریکا نه؛ بلکې د ټرمپ یو مجبوریت وو، چې د دوهم ځل د ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې کاوه، ځکه نوموړي د امریکا له خلکو سره د امریکا د تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې د ختمولو وعده کړې وه. له امریکا سره له تړون وروسته طالبانو یوه ستره تېروتنه وکړه او هغه دا چې دوی فکر کوو، چې د نړۍ زبر ځواک یې په ګونډو کړی او په یو فاتحانه انداز له افغان لوري سره د خبرو میز ته کیناستل. که څه هم د افغان حکومت له خوا هر ځل انعطاف ترسره کېده او د اوربند غوښتنه یې کوله، خو طالبانو په خپلو خیالونو کې د افغانستان د واکمنۍ خوبونه لیدل، چې دې چارې ورته سخت زیان واړو.

په کور دننه جګړه تېزه شوه، طالبانو درانه تلفات ولېدل، نړۍ او افغانستان چې پخوا په کوم نرخ اخیستل اوس یې شاید وانخلي، د جګړې لپاره یې هر ډول مشروعیت له لاسه ورکړ او حتا ځینې هغه مرستې یې هم له لاسه ورکړې، چې پخوا ورسره د امریکا مخالفو هېوادونو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو خلاف د جګړې لپاره ورکولې. اوس چې ټاکنې بایډن وګټلې، د ټرمپ لپاره د طالبانو دعا قبوله نشو او نوموړی له صحنې ووت، نو امریکا د افغانستان لپاره د خپلې پالیسی یو نوی باب پرانیست. له اوسني وضیعت داسې معلومیږي، چې امریکا له پاکستان سره خپلې پخوانۍ اړیکې ونه پالي، ځکه یې له یوې خوا د پاکستان هغه هيله په اوبو لاهو کړه، چې امریکا باید د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي. بایډن د ټرمپ په نسبت یو قوي سیاستمدار دی او هر څه ته له هغه زاویې ګوري، چې د امریکا ګټه پکې وي. دا چې افغانستان د اسیا زړه دی او امریکا له روسيې سره په سړې جګړې اخته ده، نو ضرور ده، چې امریکا به افغانستان له لاسه نه ورکوي.

اوس چې طالبانو بایډن په خپله ګټه ونه لید او وپوهېدل، چې بایډن په اسیا کې ښايي پاکستان هم چندان تحت نظر ونه ساتي، نو په همدې موخه یې ځانونه د ایران او رؤس لمنو ته ور واچول تر څو له یوې خوا ځينې مالي او نظامي مرستې تر لاسه کړي او له بل پلوه حالاتو ته په کتو خپل ځانونه او کورنۍ هلته خوندي کړي. رؤس چې له شاوخوا ۷۰ کلنو راپه دې خوا له امریکا سره په سړه جګړه کې ښکیل دی، نو همدغسې مؤقع غواړي، تر څو په افغانستان کې د امریکا خلاف جګړه پیاوړې کړي او له امریکا څخه خپل غچ واخلي. بل پلو پاکستان په تمه دی تر څو په افغانستان کې د ډاکټر نجیب د دوخت سناریو بیا تکرار شي؛ خو اوس هر څه بدل دي، حالاتو ۱۸۰ درجې تغیر کړی، امریکا که له طالبانو سره تړون لغوه کوي، که یې نه کوي، خو افغانانو ته خپلې ګټې، ارزښتونه او ملي منافع معلومې دي، چې ددې خونديتوب له امریکا هم غواړي او له طالب هم، خلک د جمهوریت په خوا کې ولاړ دي او د مؤقت حکومت هغه خوب چې طالبان یې ویني غلط دی.

طالب له امریکا سره په تړون کې هم تاوان وکړ او له افغان حکومت سره په اوربند نه کولو کې هم او اوس حیران دی، چې څه وکړي او چېرته لاړ شي؟ هغه میشن چې پاکستان ورکړی وو، هم په سم ډلو ترسره شوی نه دی، نو ممکن پاکستانی لوری هم د طالبانو ځینې مشران یا ترور کړي او یا هم له صحنې بېرون؛ طالب تاریخ ته هم شرمنده شو او حکومت یې هم خپل نکړ. په هر صورت؛ اوس که راتلونکي تاریخ د طالب په اړه څه لیکي نو ضرور به دا لیکي چې:

ته ټول عمر همدغسې په ټيټو سترګو ګرځه

د قام د ازادۍ کيسه ما وکړه تا ونکړه!