طالبانو د سولې لپاره څه کړي؟

نویداحمد څرک

0 860

د جمعې په ورځ له مسکو غږ پورته شو چې که اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني له ولسمشرۍ استعفا وکړي، طالبان به یې بدل کې اوربند وکړي، دا غږ عباس ستانکزي وکړ، دا د هغه غږ ادامه ده چې څه وخت وړاندې د افغان ځواکونو د له منځه وړلو خبره کړې وه چې د خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شو.

 دا همغه غږ دی چې اجازه ورکوي چې د افغانستان رسا غږونه چوپ شي، افغانستان کې دې حاکمیت نه وي، د نورو لپاره دې د لاسوهنې زمینه برابره وي او دوی هڅه کوي چې افغانستان بیا تیر تاریخ ته وګرځي.

څو کاله کیږي چې سوله یو محوري بحث ګرځیدلی دی، د افغان دولت له لوري دې پروسه کې ډير ګامونه اخیستل شوي دي، خو طالبانو تراوسه هیڅ اقدام نه دی کړی چې طالبان سولې ته کوچنی نیت ولري.نو د سولې مخالف څوک دی؟

د سولې لپاره داخلي اجماع رامنځ ته شوې، سیمه کې هم نسبي اجماع رامنځ ته شوې، اوس ټولو درک کړې چې د سولې لپاره ښه نیت اوربند دی او که څوک وایي چې موږ سوله کوو، نو باید د خلکو له وژنې او ورانکاریو او ویجاړیو لاس واخلي.افغان حکومت له لومړۍ ورځې اوربند ته چمتووالی لري او چمتووالی یي ښودلی هم دی.

افغان حکومت په تیرو کلونو کې په ډاګه کړې چې سولې لپاره قوي اراده او نیت لري، خو برعکس طالبانو هیڅ داسې اقدام نه دی کړی چې وښيي دا ډله سولې ته اراده لري.

افغان حکومت چې د سولې لپاره هر قدم اخیستی، مقابل لوري نور شرطونه وړاندي کړي دي. حکومت د سولې مذاکراتو ته له واضح طرحې سره لاړ، خو مقابل لوری حاضر نه دي د سولې میز ته بحث راوړي، یوه پلمه او بله پلمه پیدا کوي او نوي ګواښونه منځ ته راوړي.

د نن ورځې افغانستان تعریف د خلکو رای دي په خپله ځان لپاره ولسمشر ټاکي. نن چې افغانستان څه لري، د ساتلو لپاره یې موږ د مذاکراتو میز ته ناست د جمهوریت پلاوی ناست دی، هغه څه چې افغانانو ته د منلو نه وي، د جمهوریت پلاوی یې هم نه مني.د طالبانو جګړه د افغانانو پروړاندې ده او افغانان یې وژلي دي، باید د افغانانو سره سوله وکړي، طالبان باید افغانانو ته ضمانت ورکړي.

هغه له طالبانو غوښتل چې بهرنیو سفرونو پر ځای دې تمرکز پر مذاکراتو وکړي.

په هره اندازه چې طالب خشونت وکړي، جنګ وګړي، هدفي وژنې وکړي، هم هغومره د طالب پروړاندې د خلکو کرکه زیاتیږي.

یو وخت طالبانو ویل چې نړیوال ځواکونه دې له افغانستان ووځي، موږ جګړه نه کو، خو بیا یې هم جګړه بس نه کړه، بیا یې ویل چې زندانیان دې خوشې شي، هغه هم خوشې شول، خو جګړه یې بس نه کړه، بیا یې ویل چې مذاکراتي پلاوی دې وټاکل شي، هغه هم وټاکل شو، خو بیا هم جګړه بس نه شوه.طالبان دې لومړی وښيي چې دوی په رښتیا هم سوله کوي.

اوس چې د ولسمشر د استعفا غوښتنه کوي، دا پر ځای غوښتنه نه ده، ولس په لوی اکثریت رد کړه، ولسمشر د خلکو په رای ټاکل شوی دی او زعامت به ترې خلک اخیستلی شي،د اساسي قانون له مخې د افغانستان خلک خپله ولسمشر ټاکي او خپله یې له اقتدار لیرې کولی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply