ایران: د طالبانو لیدلوري تغیر نه دی کړی؛ جګړې ته دوام ورکوي

0 1,100

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی ابراهیم طاهریان وايي، ایران درک کړې، چې لا هم د طالبانو په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی او دا ډله اوس هم غواړي، چې په افغانستان کې جګړه زیاته کړي.
طاهریان د هېواد د بهرنیو چارو له  وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې ویلي، چې ایران ته د طالبانو له سفر وروسته ایراني چارواکي په دې پوهیدلي، چې طالبان د افغان سولې لپاره نیک نیت نلري.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر بیا طالبان د تاوتریخوالي په ډېرولو ګرم بللي او ویلي یې دي، چې  په روانو هدفي وژنو، چاودنو او نورو ترهګریزو پېښو کې د دغې ډلې لاس دی او لا هم نه غواړي، چې د افغانانو وینه بهېدنه دې ودریږي.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ملابرادر په مشرۍ طالب پلاوی شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې ایران ته تللی وو او هلته یې له ایراني چارواکو سره د افغان سولې پروسې پر سر خبرې کړې وې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply